دا برخه زما د ژوند سره تړلي یوداسي دردونه دي چي له ماشومتوبه څخه ما ځوروي او د خپل هیوادد لسګونه زره کسانو دمایوسۍ بوج چي خپل شېرین اندامونه  ئې دجګړې په موده کي  له لاسه ورکړي هره لحظه چي رایاد سي زما ژوند تر ستوني نیسي او زما دغه احساس زه له ډیره وخته دې ته هڅولئ یم چي د دغه معیوبینو ږغ د نړیوالو غوږو ته ورسوم ، تر ۳۰ زره څخه د زیاتو معیوبینو انڅورونه مي راټول کړي ، نړیوال نندارتونو ته مي وړاندي کړي او بیلاخیره په دې ورستیو کي مي د یو کتاب په شکل نړیوالو ته وړاندي کړي دي چي په دې برخه کښي به ئې تاسي د انځورونو نمونې او د هغه کتاب چي د هر انځور سره په انګلیسي لنډي لیکي ما راوړي د هغو پښتو ژباړه وګورئ چي معیوبینو ته ډالۍ شوي دي او د خدای ج څخه دا توفق غواړم چي دخپل ولس ددغه بې وسه او نیمګړو کسانو ږغ  نور هم نړیوالو ته ورسوم  !
  •   دایمي خوب
  • لیکوال : خالدهادي حیدري
  •   ای خدایه !
  • لیکوال : خالد هادي حیدري
  •   زه نه پوهیږم
  • لیکوال : خالد هادي حیدري
  •   ماین ( دبشر دشمن)
  • لیکوال : خالد هادي حیدري
  •   اختره !
  • لیکوال : خالد هادي حیدري