په دې برخه کي زما هغه خبري راټولي شوي چي زما زړه اکثره وخت ماته د یو ښوونکي په ځیر د یو سالمي لارښوني سبق راکړي ښائې د ډیرو په نظر به هغه غلط وي داچي د ژوند په هره فصله کي د خپل زړه خبره منل مهمه ونډه لري نو ز ه ئې هم د زړګي د فلسفې په نامه له تاسو سره شریکومه  !
مرګ په ظاهره ډير تریخ او دستر بیلتون نوم دی ، خو په حقیقت کي یو شرین خوب دی چي انسان دخدای پاک حضور ته رسوي .

هغه وخت ته د یو کامل انسان په توګه دانسانیت محور ته ننوتلای سې چي د بل انسان درد په خپل زړه کي احساس کړې

همیشه د خپل هدف لیدلوری په نظر کي نیسه ، که هرڅوک دي په دې لاره کي د سپکولو کوښښ کوې د هغه څه مستغني وسه ځکه چي دا ستا هوډ پخپله ستا د دروندوالي نښه ده


فقیري ستا ژوند ته یو ډال دئ او ته هیڅ کله په دې مه تېروزه چي شتمنو خلکو ارام ژوند وکړ ځکه چي ته څمره وخت  په ارام خوب تېروې همره دوئ د خپلو شتو د خوندي ساتلو په وسوسو تیروي


د ژوندانه زیاتي ستونزي د فکري تصادم څخه پېښیږی که غواړې په خپل کورني ژوند کي  هوسا او ارام  ژوند ته هوډمن پاته  سې نو لومړئ د خپلي ښځي د سالمي مفکورې روزلو او درکولو ته داولیت حق ورکړه .