ګرانه خالد هادي جانه وروه!
ستاسو دنوي ويبپاڼي دخلاصېدو مبارګي تاته اوستاسو دويبپاڼي ټولو ليدونکوته وايم، ډېر خوشحاله شوم چې د پښتو ژبې داسمان ستورو کې يو بل نوی ستوری هم وځلېدی او روښنايې يې دهر پښتون ځلمي دزره آرمان دی ، يو وار بيا دپښتو ژبي دادب کاروان سره ستا ديوځای کېدو ښه راغلاست درته وايم.خدای دي وکري چې ښه مطالب ليدونکو ته وراندي کری اود پښتو ژبي ګلبڼ لانور هم سمسور اوښايسته کری ، په دې برخه تاسو تنها نه یاست بلکې مو‌ژ او نورپښتانه ځلمي هم درسره مل يو ، ۍتاسو دکامیابۍ په هيله.

گرانه وروه خالد جان هادی لومری می سلامونه او نیکی هیلی ومنی په دی هیله چی له خپلی کورنی او دوستانو سره د تل له پاره روغ او جور واوسی وروسته له سلام حخه له تاسو نه دیر زیات مننه کوم واقیعا چی ستاسو خدمت پشتو ژبی ته دیر د ستایلو ور دی ستاسو د لا زیاتو بریاو په هیله نور مو ازرشت لرونکی وخت نه نیسم وسلام.

    سلامونه : هادی صیب په دی هیله چی روغ او دهیلی سلام ومنی . ستاسوددغه لوی کار اوزحمت څخه ډیره مننه چی پښتنی ټبرته موپه نوی نړی کی د داسی کارکړی چی دتاریخ پاڼی به یی هیڅ کله هم هیری نکړی دپښتوژبی لپاره چی کوم کارونه تاسوپه کومه مینه او اخلاص سره کړی دی کیدایشی چی نورکم ځوانان په اوسنی وخت کی دی کارته دومره توجووکړی لکه څنکه چی ښکاری هم بل چا ندی کړی نوستا سوله زحمت څخه مننه کوم چی په دی برخه کی موخولی توی کړی دی . زه به هند کی لوړی زده کړی کوم . ما زما له یوه ملګری همدرد سره بحث وو چی به اوسنی وخت کی څوک دپښتوژبی لپاره کارنه کوی چی څومره یی ضرورت دی هغه راته وویل چی یا اوس هم موږ داسی ځوانان لرو لکه هادی صیب چی د پښتوخدمت ته یی مټی رانغښتی دی نو سیدمعروف همدرد ستا سوددغه ویبلاک او بینوا پانی ادرسونه راکړل . په ریښتیا هم چی ستاسوزحمت دستایلووړه دی مننه . هیله هند

ډير محترم ورور خالد هادی حيدری، سلامونه او نېکي هيلي مي ومنۍ. هيله ده روغ او جوړ او د ژوند په کارونو کي بريالي اوسی. نن مي ستاسو ښايسته پاڼه پرانيسته او هلته مي د نورو ښکولو مطالبو تر څنګ يو ښکلی شعر ولوست، د شعر عنوان (له ارغنده ګيله من يم هلمنده) خدای سته چي ډير ښکلی شعر و او ما ته ژړا راوسته. زه له ټولوپښتنو وروڼو او خويندو هيله کوم چي يو له بل سره مرسته او همکاري وکړي او ځان ته يو ريښتينۍ پښتون مشر وټاکي.
ستاسو د نورو برياوو په هيله.

خپل ګران ورور هادي ته ګېډی ګېډی سلامونه او نیکي هیلي وړاندي کوم:
خدای مو تل روغ او جوړ لره، کوم خدمتونه چي تاسو و خوږې پښتو ته کړي دي، ډېر د ستایلو وړ دي، او دابه تل دپښتو په تاریخ ځلانده وي....تاسو نه یوازي پښتو ژبي ته یوه نوې ساه ورکړې بلکي ، ډېری پښتانه مو له خوبه راویښ کړي دي...
دکتابونو پرلیکه کول ، وهېوادوالو ته یو لوی کام دی، چي د پښتو په تاریخ کي اخیستل کېږ ي..
خصوصاً هغه کتابونه چي دپښتو ژبي په اړوند دي، لکه د معیاري پښتو هڅي ... او داسي نور کتابونه چي اوس مهال په بېنوا ویب پاڼه کي لېدل کیږي...خدای مو تل همداډول څپاند، بریالی، او هڅاند لره...
ستاسو ورورتیمورشاه یوسفزی هرات - افغانستان

خالد هادی صاحب احترامات و‌‌راندی کووم نن دلومری ځل دپاره ما ستاسی ښایسته ویب پانه خلاصه کر او یو څو شعرونه دی ولوست ډیرښایسته وه په خاص ډول (ددیورند کرښه) کامیابه اوسی ستاورورعبدالهادی الکوزی له کابل څخه

    First of all i say hello to u Mr Khalid hadi haidary, and want u good time with good health from allah.
today i have visited yur site.it is more intresting and it have alot of good poems,and it have good mesage to our sweet pushtoons
and i want from allah to give u more power to serve our sweet language pushtoo and for our pushtoon brothers.
Sincerely from Zia nasrat shinwari..
and in next i want to keep ijn touch with u.
Pa tola poshtana meena. 


محترم ورور خالدجان هادي ته سلامونه اونيكي هيلي تقديموم الله دي زيات بركتونه دركري دي جوان دجوانو فكرونو دسيندونو مستي جبي دي اوج ته وريزه او دغمونو دردو افتونو جخه به امن او امان كي اوسي دا يو ته وي جه دمعيوبينو به هكله دي وليكل تل دي كور ودان اوسه اودباكستان دنيستي اونابودي زيري دي الله همدي جوان كي در باندي واوروي

ګرانه سلام اونيکې هيلې مې ومنه دژوند په ټولو چارو کې برلاسی اوسې
ستا په ويب پاڼه کې راغلي ليکنې اومطالب مې پاڼه په پاڼه واړوله باور دوشه ډير ې په زړه پورې ليکنې پکې راغلې ستا خدمت په واقعې مانا دزياتې توجه وړ دی ځکه چې داتاسو ښاغلی ياست چې خوارکۍ پښتو ژبې تورې مو دبريښنايې جال په مټ دنړۍ په ګوټ ګوټ کې مسافرو پښتانو ته دمينې په جلال اودهنر په جامه کې پو ښلي اوډالۍ کړی خدای مو دبدو سترګو وساته دژوند هر شېبه مو زرينه دمور نۍ ژبې دخدمت جوګه شه په ټوله پښتانه اوخوستواله مينه زرولي خانه خوشنود ستاسو کشرورور

نن ورځ می مه ګوره چی نه لرم ډیوه په کور کی
کړی دی ما هم د سپوږمۍ پر ځنګانه خوبونه
زړه ته راتېر رښتینې افغان ملګریه! پوره باور لرم چی ستاسو غوندی پر خپلی خاوری او ژبی لیونی مینان به یو ځل بیا خپل کلتور او ژبه د پرمختګ لوړو پوړیو ته پورته کړی او دا په خاورو کی پروت اولس ته به د سپوږمۍ د ځنګانه خوبونه ور په برخه کی.
پر همت مو برکت- افرین شاباس.

ويبلاګ دي مبارک سه ، مبارک او مبارک، موږ دي د پاڼي په خوشاليو کي لا تر اوسه ډوب يو ، تا دا ده بله خوشالي را پيدا کړه !
خدای دي لا توان درکړي ، پر ځوانۍ دي برکت سه .

Khalid Jnah ! Gul Shee Kho Omar De Da Gul Mah Shah
Da Nawee WEB Mubarakee Dartah Wayamm Koshashonah Dee Da Stayalo War Dee Allah Pak Dee Norah Wasah Ham Dar Kree Chee Tar Dee Laa Zyat Koshashonah Dah Pashto Zabee Dah Par Makhtag Lahparah Wakree
Pah Spesale Pashtanah Menah
Woror Dee


د پښتو دادبی پاڅون زړه ور لیکوال او د خوشحال بابا رښتني لمسۍخالد هادی الله ج دی لانور بری او توان در په برخه کړی .
مبارک دي شه دا نوي سرلوړی ، ته پښتني ځوانانو ته یو ښه بیلګه یا رول مادل یې، ددې ویاړ څه هم ستاسو قدرمن والد صاحب او پتمني مور جاني ته ور په برخه کیږي . ژمنه وکړه چی دا ادبي کاروان سره تر ساحل مقصوده پوری مل اوسې . هیله ده چی ملي سوداګران ستاسو ملاتړ وکړی ، ځکه چی د یو لاسه ږغ نه پورته کیږی ،باید موږیو بل ته لاس ورکړو

ګران خالد جانه سلامونه او نیکی هیلی پښتو ژپي او کلتور ته ستاستو هلي ځلي نه هیردونکی دی، د لوی خدای (ج) څخه مو نور بریالیتوبونه غواړم

د قدر وړ ګران ورور  ،مینه ناک پښتون ورور ،پیاوړی پښتون ،شاه زلمی پښتون ،د افغان رښتینی بچی، ښاغلی خالد هادی صاحب ! سلامونه درته ډلۍ کوم ،دبینوا د نوې بڼې د پرلیکه کیدو تاته او ستانورو ملګرو ته مبارکي وایم ، بریالي وسی ، الله مو په ځوانۍ برکت کا. دپښتو ،پښتنو  او ټولو افغانانو لپاره مو خدمتونه   د قدر وړ دي . خوشحاله وسی ، ډیره مننه ، کورمو ودان 
کابل افغانستان

محترم، دقدروړ، دروند، او خوږ ورور خالد هادي حیدري صاحب ته ګیډۍ ګیډۍ سلامونه وړاندی کوم.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
معززه وروره!دافغانانو، او دپښتو ژبې لپاره ستاسې بې شمیره خدمتونه، هڅی، او هاندونه، دډیر تقدیر او ویاړ وړ دي.
که چیرې دانټرنټ په سطحه، دوطن، او د پښتودخدمت لپاره یو تقدیری مډال ورکړ شي، نوځما په آند لومړۍ مستحق به يي تاسې یاست.په ځوانۍ، وخت، او ژوند مو برکت شه.لا دنورو بی ساري بریاوو په لور.
ستاسې ورور:

چي له تا ځیني پټ نه وي یو اخلاص لرم په زړه کښي
مینه مـــــــــــینه درته وایم دا نوم خاص لرم په زړه کښي
دروند حیدري صاحب له مودو مي ستا د لیدو یو ارمان په زړه کښي پاته و نن مي ستا دویب لوګ په لیدو ښه ترا ولیدلې  هم مي ستا په انځور سترګي یخي شوې او هم مي ستا په خبرو زړه تسکین شو . د پاڼي مبارکي درته وایم او د اوږده عمر خواستونه دي کوم  ( په مينه )