نن د اسمان ناوې
د سپيني وريځي
په پړوني باندي مخ پټوي
(خو)
نرم شمال ئې
لکه يو شوخ ماشوم
د سپين پلؤ په څنډو لوبي کوي
( او)
پرتندي ئې
هغه زرين خال
هغه لمرين خال
د څو شېبو لپاره وځليږي

کاش چي همداسي يو ځل
دا ستا د ميني ملايم لاسونه
زما او ستا تر منځ
هغه نازک حجاب ته ښور ورکړي

نور به مي ژوند ته د پای ټکی کښيږدم


اميستردام ، نيويارک
د جنوري 5 \ 2006

بېرته شاته
.