نيمه شپه ده
خلک ويده دي
توره تياره ده
هلته له ليري  په نژدې کلي کي
د سپو غپا ده
خو
په ګودر کي د اوبو شور دی
نری شمال دی
په دنګ چنار کي د پاڼو شور دی
اسمان  زرين دی
د ستورو  سترګي له ليري رپي
سپوږمۍ ويده ده
توره تياره  ده
نيمه شپه ده
خو
زه لا ناست يم
  د چنار ډډي ته
تاته سندري بولم
او
لکه ماشوم
د خپل کتاب د سندريزو پاڼو
له کاغذه ځني بېړۍ جوړوم
په دغه نيمه شپه کي
زه ئې وينمه
دغه رواني اوبه
په دې توره تياره کي
دا دسندرو څخه  ډکي بېړي
د فريشتو د سپينو لپو په څير
ستا تر کلي دروړي
خدايزده . . .
چي تاته به در ورسيږي ؟ ؟

الباني / نيويارک

بېرته شاته
.