دا سندره
اخ . دغه خوږه دغه د خوند سندره
دا زما د ميني زما د ژوند سندره
چي زه ئې هرکله وتاته بولم
څمره کيف لري
مامي و داسي يو جهان ته بوزي
چي هلته
ستا دا وريښمين او ملايئم لاسونه
زما پر خوار وجود
داسي له ميني تاو وي
لکه پروته   چي له وني تاو وي
ستا د ښکلا شغلې وي
ستا د ښايست ستا د جمال کيسې وي
او
ستا د سيوري پر غوړيدلي تصوير
يواځي زما سجدې وي

نيويارک

بېرته شاته
.