یو داسي لیونی  چي بلا ئې لیونتوب وي 
چي شپې ورڅه بېریږي
تیارې ورځني تښتي
چي ستوري په لاسو کي
او
خمار وړي په لیمو کي
چي سحر غوندي
چي لمر غوندي جانان ته
سره اورونه
پرهرونه
سر پرسر په زړه کي ساتي
چي تندی وهي له کاڼو
چي بلا ئې نامي توب وي
چي ورک وي له خپل  ځانه
تقدرونو ته پښتون وي
چي ئې سر له باغي توبه
ټیټېدل نشي منلی
چي دارونو
زنځیرونو ، زولنو ته
عقیدې ئې منصوري وي
چي بلا ئې یاغي توب وي 

وایه داسي لیونی به !
ها مذهب څنګه  قبول کړي
چي توبې وي
چي سجدې وي
چي خلوت وي ، سترګي سرې وي
چي ملا  وي
مریدان وي
جنتونه وي ، وعدې وي 
چي هرڅه پکښي رواه وي

خو

لیونتوب پکښي ګناه وي
یاغي توب پکښي ګناه وي

بېرته شاته
.