دښځو دنړیوالي ورځي په ویاړ دافغان میرمنو  دستونزو ډک ژوند ته  ، چي په هرډول جبر او ستم کي ئې خپلي لوړي حوصلې دلاسه ندي ورکړي .

 

ته چي په سپینه ورځ
دسپینو ستورو عبادت کوې
دلته دجبر او ستم دنیا کي
دسپینو سپینو زړونو
دپاکي میني ریاضت کوې
بیا هم خوږیږې
لا ځوریږې
خو تیارو ته غاړه نه ورکوې
همدا دی ګناه ته چي اسمان ته اسمان نه وائې
لا د تقدیر سره ډغري وهې
دخپل قسمت د بدلیدو په هیله
د هرجابیر سره ډغري وهې
لا هم پوښتې چي زما ګنا څه ده
دادي ګناه ده چي پیدا ئې ښکلې
خو
دلته دښکلو قدر نشته په چا
دلته دحسن شاپیرۍ په څو روپو خرڅیږي
دلته لا سپیني ملغلري پیغلي
لا په ډالرو ،په غوایانو ،په پسو خرڅیږي
لامو پتمني  پښتنې
دقاتلانو دبدۍ په معاملو  خرڅيږي
لا دتیارو دغه بدرنګه زامن
دښکلاګانو ښار ته اور اچوي .
دلته لا شپي دي بلاګاني زیږي
لالویشت پر لویشت سړي خواړه پراته دي
 د ارمانودقتلګاه  میدان ته
دهوس وږي  مستانه پراته دي
خو ته لا ناسته ئې  په سپینه ورځ
دسپینو ستور و عبادت کوي 
لا هم پوښتې چي زما ګناه  څه ده ؟

بېرته شاته
.