څوک ېې په ذکر په تسبو يادوي
څوک ئې لمونځو کښي په سجدو يادوي
څه ، عبادت خو بس همدغه نه دی
چي ئې د اوښکو په ويالو يادوي
منصور ته چا ويل چي ولي وائې ؟
د   انالحق نوم دي ګناه لري
ده ول همدا ئې عبادت وګڼه
مجنون چي سترګي ګريوان وښوړاوه
دده مطلب خو د ښکلا خالق و
د ليلا نوم ئې عبادت وګڼه
دغه سندري چي وتاته وايم
دا عبادت نه دی نو څه دی؟    وايه !
په هر کلام کي ېې رازونه پټ دي
دغه رياضت نه دی نو څه دی ؟   وايه !

الباني ، نيويارک

بېرته شاته
.