مسته هلمنده !
نن دي غیږه غواړم
نن زه زخمي یم په خپله توره
نن مي په غیږ کي هسی ټنګ ونیسه
نن راته ځای راکړه
چي ستا پر مستو طغیاني څپو
د ننګ د اوښکو سپین لښکر ویده کړم
نن یم راغلی تاته !
نن ددې ستړي ژونده ستړی یمه
نن مي میوندته د ملالي لیچو
پردي رانجه ورکړي
نن مي له ستوني چغه نه راوځي
نن مي په کور کي دا پردی عقیدې
بیا ګورګینانو ته بهانې لټوي
نن مي د تن او من سېک ختلی
ته به خبر یې او که نه هلمنده ؟
ها دبابا توره هم زما سره ده
نن مي لاسونه پرې دي
نن مي د وس او د هوس جنازې
پرخپل اوږو لیږدوم
نن د پیغور بلا په چم لنګه ده
نن مي د کور کلي ښاغلي غازیان
زما دوینو تجارت ته ناست دي

هلمنده مست هلمنده
نن دارغندڅه مرور راغلی
نن مي ترنک د غم په خوب ویده دی
نن ارغسان له غمه ویني ژاړي
زه یم راغلی تاته
نن دي غیږه غواړم
نن مي په غیږ کي هسی ټنګ ونیسه
نن راته ځای راکړه
چي مي پرهر پرهر ژړلي هیلي
داستا په سپینو الماسي لاسونه ووینځمه

هلمنده مست هلمنده !
نن ګیلمن یمه د خپل ارغنده
نن زه زخمي یم په خپله توره
نن مي کوګل کې دپښتو جذبه
څو کندهاریانوراشهیده کړله .

برج پورټ ، کنډیکټ
دوشنبه د ١٣٨٧ لمريز کال د غبرګولي ٦

بېرته شاته
.