چامو ایمان چامو ارمان چا مو کورونو سوي
موږ خو هغه یو خو حالاتو کي مو زړونه سوي

تردې دوږخه چي راتلو  موږ په دې نه پوهیدو
په ناپوهۍ کي مو پرلاري جنتونه سوي

ددې ستم کتاب کتاب  چغي په ځان کي لرو
پرروغو ژبو مو خبري او لفظونه سوي

 دلته یاغي داور لمبې دي اودمیني وطن
پردې کعبه  دمومینانو طوافونه سوي

ددې مالت په نصیب شپې قسمت لیکلي نه  وې
دلته په فریب چا سحرونه او لمرونه سوي

دلته په سیوري دجانان کي بلاګاني نغښتي
دلته جانان جانان خوبونوولسونه سوي

بېرته شاته
.