ليك دي راورسيد
 اي ناليدلي اشنا
 داڅومره ښكلي و
 لكه دعرش دروازي
 چي تري انوارراوزي
 داسي سپيڅلي و
 لكه دنورصحيفي
 چي په لووستويي
 دهرزړه زنګ پريوزي
 ته بايد پوه سي اشنا !
 ستا ها وروستي خبرو
 ها دووخوږوسندرو
 چي تاليكلي ماته
 هاستا دميني داظهارپه بڼه
 هغه دليك په پاي كي
 هغه دووغبرګ دميني ډك آياتو
 هادادراك كليمو
 ته زما په زړه كي
 په معبود ومنلي
 ته خودرب په شان يي
 نورمي سجدي دتندي
 اودايمان سرليك مي
 ستاپه نامه كړه ياره
 ته مي بادارشوي
 ته مي نګارشوي
 اوس نويواځي اشنا
 ستا دديدن په طمعه
 ستا دښايست په ارمان
 زه دخپل ژوندهره شيبه شميرمه
 زه په ضروردرځمه
 اي ناليدلي اشنا
 ماته دي لاروښايه
 هادقران غوندي سپيڅلي لاره
 ستا دجنت كلي ته تللي لاره
 زه دي بس يوځلي ليدل غواړمه
 ستا په ښکلاكي تميدل غواړمه
 خو:
 هادښايست اودجمال شغلي دي
 ګوره لامخكي پوه كړه
 چي مابيهوښه نه كړي
 لكه موسي چي دخپل رب په ليدو
 بيهوښه پريوته دطورپه ځمكه

 نيويارک
 پنجشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د زمري ١٣

بېرته شاته
.