دچا دویر اود ژړا خبري؟
خاونده ! ولیکم دچا خبري؟
په هغه شپه چي د فرعون په زړه کي
له ویري راغلې د موسی خبري
بس جلادانو تر تیغ تیر کړله
لوی او واړه دکلي ،  دا خبري
زما ئې کوڅې په وینو ولړلې
زما مي د کلي دمحشر شپه سوه

موږ خو  ویده وپه دې څه پوهیدو ؟
چي به راویښ سي نااشنا ګامونه
چابه ویل ؟ په دې تیبجنه شپه کي 
کلي به وران کړي دبلاګامونه

چابه ویل ؟ چي زما ماشومه  خوربه
په دې تیاره کي دمور دسینې ګرمي شیدې
او دوحشت دتوپک ګرمه مرمۍ
له ستوني یوځای تیر کړي

چابه ویل ؟چي د مرګوڅپه به
دنن   دجال پر وزرونو راوړي
دزنګ اباد دکربلا میدان ته
ها دحسین غوندي سپیڅلي جسد
زما دبابا مرمۍ ویښتلی جسد

چابه ویل  ؟ دا سوله ساتي  به هم
دقصابانو آو وحشیانو په څير 
دماشومانو قاتلان وخیژي

ماخو منل چي بشردوسته دنیا
زما د اوښکو پاکیدو ته راځي 
زه خبر نه ومه چي دوی ما وژني
زما د مرۍ وه پرې کیدو ته راځي
زما دبابا سیوری له ما اخلي
زما دمورجاني قتلیدو ته راځي

زه خو ویده وم په دي څه پوهیدم ؟
زه مي ماشوم خوبونو وړی ومه  
چي پرتندي ئې  ها دمرګ سندره
دسور په ږغ کي د توپک په شپیلۍ
داهریمن بچیانو ولیکله

زما مي د کلي دمحشر شپه سوه
داسویلو ،ژړاګانو د سلګو توپان کي
زما مي ماشومي هیلي ونړیدې
زما مي خیالي دنیا ذره ذره سوه 
زما مي ژوندي غرونه ټوټه ټوټه سوه

زما مي سپوږمۍ غوندي یو ښکلې موروه
دې ظالمانو راشهیده کړله
څه پښتنه وه د ملالي لور وه
هسکه مغروره ککرۍ ئې لرل
څښتنه ! تاته چې سجده  په کول
بس ، پر ها تندي باندې شهیده کړله
دسر کوپړۍ ئې چا ونه لیدله
هغه فکرونه چې په سرکي پالل
زما ماشومتوب ، زما دځوانئ خیالونه
هغه ماغزه ئې زما په لپه کي دي
خاونده . تاته مي دوعا نیولي
دا نذرانه  زما دمور ومنه
زما ژوندون خو زما مور وه خدایه !
زما دهسک په دي ماشوم تصویر کي
زما سپوږمۍ ئې راشهیده کړله

دمارچ یولسمه د 2012

 

بېرته شاته
.