داچي څونه مخته ځي نه ګوري شاته
چي له موږه ! ځیني ښه او که بد پاته
په ړندو ئې دتیارو په سر مزل وي
ړناسوز وي له ناکامه یو فتوا ته
دبابا په توره غټ غټ ځان ته وائې
ځان ئې هیرسي چي سرټیټي دي هرچاته
ترسنګره سرپه لاس درومي په مینه
په دوتر کي شرمینده کښیني دنیا ته
چي ترڅو دپښتانه مرض درک نه کا
ترهغو ئې اثر نه راځي دوا ته
چي لسټوني دپښتو خدمت ته نغاړي
تنهائې اوبیوسي ئې کړي ملا ماته
دوجود دپنجرې سوري ته ناست وي
لکه شمعه روح سیتۍ سي و سبا ته
چي ئې سترګي د تعلم په نور بینا سي
نابینا ټبرئې ټیل وهي بلاته

چي تر څو دپښتانه په نوم ټول نسي
دخزان په لاربه پلونه ږدي فنا ته

بېرته شاته
.