ایران = په خپله خاوره کي د اقلیتونو زبېښونکئ او په افغانستان کي د اقلیتونو مدافع


 

 ایران د سیمي هیوادونو ته نن ورځ د سرطان ناروغي ګرځیدلې ده؛ چي په چل اومکر یې د ختیځي اسیا ، منځني ختیځ او سهیلي اسیا هیوادونو کي دخپلو شومو اهدافو لپاره  سخت بشري ناورینونه رامنځ ته کړي دي.
ایران استثماري اخوندانو  د اسلامي انقلاب راورسته خپل ټول توان په دې متمرکزه کړی دی چي د اسیايي هیوادو په چارو کي د پټواوښکاره مذهبي ، ژبني او کلتوري مداخلو لپاره لاره پرانیزي او خپل مذهبي نفوذ ته وده وکړي.


هغه هیوادونه چي د ایران په مستقیمو  او غیرو مستقیمو مداخلو زیانمن سوي او پکښي د نفاق اورو نه بل سوي، له جملې یې سعودي عربستان ، سوریه ، اردون ، لبنان ، فلسطین ، عراق ،یمن ،  ترکیه ،  قبرس ، تونسیا ، چین ، پاکستان ، هند ، ترکمنستان ، ازربایجان ، چیچنیا ، قزاقستان ، تاجکستان ،ګورجستان  او زموږ ګران هیواد افغانستان یادولای سو.

په یادو هیوادو کي بیا هغه هیوادونه چي د ایرانیزم  مستقیمي مداخلې پکښي د سپین سترګی تر کچي رسیدلي دي هغه لبنان ، عراق ، سوریه  ، ترکیه  او افغانستان دي.
دوی په دغو یادو هیوادونو کي  په منظمه توګه  خپلي  نیمه پوځي ډلي جوړي کړي چي په ټول مادي او معنوي قوت یې چاري د ایران د سپاه پاسداران لخوا په مستقیم ډول تمویلیږي.
د تعجب خبره خو داده چي ایران د خپلو شومو اهدافو لپاره په چین ، ترکیه ، اردون او یمن کي ځانګړي سُني افراطي ډلي تقویه کوي   تر څو د سُني افراطیانو په زور تر بوسو لاندي د شیعه ییزم اوبه تیري کړي.
ایران د خپلو غني زیرمو  په مټ خپله زیاته بودجه د همدې یادو هیوادونو په کورنیو چارو کي د مستقیمو او غیري مستقیمو مداخلو له لاري د پان شیعه ییزم د تقویې لپاره کاروي.
د (منځنئ ختیځ د ایران په لمبو کي) عربي کتاب د لیکوال ابوطلحاوي  په وینا ایران هر کال یو اعشاریه څلور ملیارده ډالره په منځني ختیځ  ، څلور سوه میلونه ډالره په چین ، ازربایجان ، پاکستان او هند کي اوشپږسوه میلونه ډالره په ګاونډي افغانستان کي دخپلو شومو اهدافو، ځانګړو  ډلو په جوړولو او د شیعه مذهب دتقویې  لپاره مصرفوي.

ایران په سستماتیک ډول  تل په دې هڅه کي دی چي د سوریې په څیر په ازربایجان ، عراق ، لبنان  او افغانستان کي یو داسي شعیه نظام جوړېدوته زمینه برابره کړي چي له مخي یې  اقلیت شیعه مذهبي پر اکثریت سُنیانو  استبدادي واک وچلوي او د ایران سیمه ییزي سیاسي ګټي خوندي وساتي.
دغه استثماري ښامار په داسي حال کي په دغو یادو څلورو هیوادونو کي د اقلیت شعیه ګانو د حقوقو څخه د دفاع په بهانه یو شمیر سازمان سوي ډلي تقویه کوي تر څو په دې توګه شیعه ګان سیاسي قدرت ته ورسوي خو خپله بیا په خپل هیواد کي سُني اقلیتونه د هر ډول حقوقو څخه محروم ساتي او په ټوله کي يې ویني زبیښي تر څو د ایران څخه یې وتلو ته مجبوره کړي.

د شوروي یرغل سره سم ایران په  افغانستان کي د جهاد په نوم په څرګنده توګه د مداخلې لپاره منظم پلانونه عملي کړل ترڅو هغه ارمان ته ځانونه باندي ورسوي چي مطلب یې په دغه هیواد کي د یو پان شیعه یزم منحصرنظام رامنځته کول دي؛  چي پر اکثریت سُنیانو  حکومت وکړي او ترڅنګ یې په دغه هیواد کي د ایران ملي ګټو ته د موجودوخطرونو په له منځه وړلو کي ترې ګټه واخلي .

دوی په لومړيو کي د حزب وحدت ، حرکت انقلاب اسلامي  او یو شمیر نورو ډلوټپلو په نوم؛  نیمه پوځي ډلي رامنځته کړې چي وروسته یې په ورو ورو د افغانستان په کورنۍ جګړه کي د ښکاره لوبغاړي په توګه ځان راڅرګند کړ.
د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ایران په ښکاره ډول د شمالي ټلوالي سره پوځي مرستي کولې تر څو سُني پلوه طالبان له پښو په وغورځوي . کله چي  د ایران د ښکاره مداخلو څخه د طالب مشرتابه حوصله مخ په ختمیدو سوه  نو ددغي ډلي مشرملاعمر؛ په خپله راډيویي وینا کي د پاکستان د سپاه صحابه پلوي  مشرانو په لمسون پر شعیه ګانو د کفر فتوا اعلان او دایران پر ضد یې د هر ډول جګړې نوم ته دجهاد کلمه وکاروله؛ چي ایران یې په ډراماټیک ډول په ذهني توکه سخت راوپاراوه. 
ایران په ښکاره د طالبانو د احتمالي برید د مخنیوي په موخه خپل اتیا زره ځواکونه د افغانستان سره پر پوله ځای پرځای کړل خو په اصل کي یې د خپلو شومو اهدافو د ترسره کولو لپاره د شمالي ټلوالي او افغان هزارګانو ډلو ټپلو ته په همدې پوځي مانورو کي؛ پوځي زده کړي ورکولې.
کله چي په  نیویارک کي د سپټمبر د یوولسمي بریدونه  ترسره سول او امریکا مستقیماً پر افغانستان د ملګرو ملتونو  په ملتیا برید وکړ او په نیتجه کي یې د طالبانو سُني نظام راوپرزول سو؛ ایران ته خورا طلایي جانس په لاس ورغی تر څو خپل نفو‌ذ ته په افغانستان کي په پراخه کچه د ډموکراسۍ تر شعار لاندي  ادامه ورکړي.
ایران په لومړي سرکي د خپلو افغاني دلالانو ( شمالي ټلوالي ، حزب وحدت او نورو ډلو ټپلو ) په مټ دافغانستان په سیاست کي د یو شمیر روزل سويږ څېرو په رامنځ ته کولو وتوانید چي خپلو اهدافو ته لاره هواره کړي او وروسته یې ورو ورو په  ډیر پلان سوي ډول د پان شیعه ییزم لپاره خپل ټول ځواک پر کار واچاوه او په دغه هیواد کي یې د هیڅ ډول ژبني ، مذهبي  او کلتوري یرغل څخه دریغ ونه کړ.
د ایران اجنټانو داساسي قانون په لویه جرګه کي ډېره هڅه وکړه چي په دغه نوي پر پښو درېدلي هیواد کي د شیعه ییزم  حرکت  زور د افغانانو ترڅنګ په څرګندو ټکو نړیوالو ته هم ور وپیژني.
په لومړنیو انتخاباتو کي یې په خپل ټول سیاسي او مادي ځواک هڅه وکړه ترڅو په زیات شمیر ایراني پلوه پردي پاله څېرې د پارلمان تر چوکیو ورسوي . ددې ترڅنګ یې ددغه هیواد د جمهوري ریاست احاطه د پیسو او تحفو په زور په خپل واک کي وساتله او په بوجیو بوجیوامریکایې ډالر یې د جمهوري ریاست د رانیولو په موخه د ولسمشر کرزی حکومت ته ورکول.

کله چي د ایران استثماري اخوندانو دافغان دولت اصلي واګي په خپل کنټرول کي ولیدلې؛ نو! په ښکاره توګه یې د افغانستان په چارو کي په ډيره سپین سترګي ښکیلتیاته لستوڼي رابډ وهل او د خپلو پلانونود عملي کولو په موخه یې د هیواد په ګوټ ګوټ کي، دکلتوري مرکزونه په جوړولو ، په پوهتنونونو او تعلیمي موسسو کي د ایرانیزم دمفکورې په خپرولو ،  دافغانستان په سُنتي ټولنه کي دایراني پلوه مطبوعاتو په رامنځ ته کولو او په حکومتي چارو کي د خپلو اجینټانو په نصبولو سره یې دخپل نفوذ ریښې د افغانستان په سپیڅلې خاوره کي وغځولې.
اوس ایران په ډير جراءت سره د هلمند او هریرود اوبه او دمرکزي افغانستان هزاره سیمي خپل ملکیت ګڼي  او په وړاندي یې د هرډول پاڅون د ځپلو حق ځان ته ورکوي.
ددې ترڅنګ ایران او پاکستان په ګډه د یو لوی استخباراتي  پلان له مخي په افغانستان کي د سیاسي منورینو ، قومي مشرانو او بانفوذه اشخاصو په ترورونو کي فعاله وڼده ولرل او د سمیي د امنیت په خرابولو کي یې خپل ټول امکانات په کار وچول.
ایران په کابل کي د خپل سفارت  ، په کندهار ، هرات ، بلخ او ننګرهار کي د خپلو قونسلګریو له لاري په بېلابیلوطریقو؛ د خلکو په رانیولو ، او دخپلو اجینټانو په خپرولو سره، د دولت په په چارو کي ښکاره مداخلې کوې  او آن کله کله د ولسمشر نه نیولې بیا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې تر مشرانو او استازو په ډیره سپین سترګۍ سره اخطارونه ورکوي، لکه د امریکا سره د ستراتیژیک تړون پرمهال د اولسي جرګې غړوته د دوی  سفیرڅرګندوني چي د شدید مخالفت او دې کار د رد غوښتنه یې ځنې کړې وه. 
د کابل په واټونوکي د خمیني  او نورو ایراني مشرانو کلیزي او تلینونه لمانځل ، هرکال د عاشورا دلسمي په پراخه کچه افراطي او سیاسي لمانځنه، د کوچیانو او هزارګانو دمخالفتونو  اور ته لمن وهل  او دهزارګانو په ګټه یو طرفه پریکړي،  د طلوع، راه فردا، تمدن، یک او نورو ایراني پلوه رسنیو لخوا په ښکاره د قانون خلاف د ایراني ټرمینالوژۍ عامولو هڅي ، په پوهتونونو کي د ایراني مفکورې زور اخیستل، د خاتم النبیین په نامه د شیعه ییزم د خورالوی مرکزلپاره د خوشحال خان لېسې مځکه غصبول او په خورا پراخه کچه فعالیتونوپیلول، دانشګاه ازاد اسلامي په نامه پوهنتون پرانیستل او د کاتب، غرجستان، ابن سینا او نورو خصوصي پوهنتونونو ملاتړل او دکندهار پوهنتون په شمول په دولتي پوهنتونونوکي د ایرانشناسي څانګوپرانستل او متعددو نندارتونونوپرانستل او ایرانیوکتابتونونو جوړول، د امداد خمیني په نامه د کابل په درېیمه کارته کي د خورالوی خیریه-تبلیغاتي او استخباراتي مرکز چلول  او په ملي شورا کي د ایراني اجینټانو لخوا د ایراني پلوه قوانینو رامخي ته کول ټول هغه څه  دي چي په تیرو دوولسو کلونو کي په سیستماتیک ډول د ایران د استثماری رژیم لخوا کار ورته سوي دي.


باید یادونه وکړم  چي ایران د غربي ډموکراسۍ د طلايې چانس څخه په استفاده؛ په افغانستان کي داقلیت شیعه مذهبو  په تقویه کولو او پورته کولو کي ځان هغه  سټېج ته ورساوه چي په دغه هیواد کي  یې دخپلوشومو طرحو د عملي کېدو په لاره کې ځان د هرډول ممکنه ګواښ څخه خوندي کړی.
خو کله چي په افغانستان کي د امریکا او متحدینو د احتمالي وتلو نارې  راپوته سوې؛ ناټو او غړو هیوادونویې پوځي ماموریتونه  پای ته رسیدلي اعلان کړل او دطالبانو سره د غربیانو د خبرو او واک شریکولو خبري شروع سوې، ایران یو ځل بیا په افغانستان کي د خپل پان شعیه ییزم د راتلونکي نظام  لپاره خپلي ټولي ترسره کړي هڅي متزلزلي ولیدلې  نو د پاکستان داستخباراتو په ملتیا او مرسته یې مخ یو ځل بیا خپل پخواني دښمن (طالبانو) ته ور واړاوه او هغوی ته یې په ډير مشروط ډول د دوستۍ لاسونه وکړل.
طالبان چي د امریکا پر ضد مرستو کي یې د اسلام او کفرڅخه مخ نه دی اړولی  د خپل ضرورت لمخي د ایرانو ټولو شرطونو ته قانع سوي؛ تر څو دهمدغو مرستو په زور یو ځل بیا ځانونه د افغانستان د واک پر ګدۍ کښېنوي..
ایران به په مشهد او زاهدان کي افغان طالبانو ته رسمي دفترونه خلاصوي او په هر ډول جنګي وسلو به یې سمبالوي خوپه مقابل کي به طالبان د ایران دګټو په وړاندي هغه ټول خنډونه له منځه وړي چي په اوسني حالاتو یا راتلونکي کي په افغانستان کي واقع کیږي . او هم به په شیعه مذهبه سیمو کي د هزارګانولپاره د رواني جګړې په بهیر کي دمصونیت  تضمین ورکوي.

په ټوله کي باید ووایم چي نن ورځ تر هر بل چا د افغانستان اوسنی نظام د ایران او پاکستان لخوا سخت ګواښل کیږي چي باید افغانان یې په په تدریجي ډول له منګولو ځانونه خلاص کړي او د ایران ددغسي بریدونو په وړاندي په پوره میړانه غاښ ماتونکي جوابونه ورکړي.

دافغانستان د میړني اولس د ویښتیا په هیله

بېرته شاته
.