ژونده ستا د هسکه بامه ولویدم
 څنګه چي دیار د پامه ولویدم
ستا دبې وسۍ د ارمان اوښکه وم
خلګو چي لیدم له وامه ولویدم
 زه هم د منصور دفلسفې کیسه
زړه ته دیوچا بدنامه ولویدم
 بخت لکه ښرا د نیمي خوا کړمه
شونډو تې ورتلم له جامه ولویدم
درده ! دجنون ستومانه پل ومه
ستا صحرا خوړم له ګامه ولویدم
 زه ئې د ځوانۍ په غیږه ورغلم
واخ ، لکه بوډا ناکامه ولویدم
 
سیمور ، کنټیکټ
 جنوري ۱۸ - ۲۰۱۴

بېرته شاته
.