اختره !
ته زما ومنه
زموږ و کلي ته نور مه راځه
ځکه دا ستا سيوری
ماته ژړاوي راوړي

اخير اختر دی
زما ماشومان په چغو چغو ژاړي
نوي څپلۍ نوي جامې غواړي
ها خو واړه دي په دې نه پوهيږي
خو
ته زما ومنه
زموږ وکلي  ته نور مه راځه 
ټوله پوهيږي
چي  د جګړې ماينونو
زما پښې پرې کړي

اوس نو ته ووايه
په دې معيوبه وجود
څنګه پېسې وګټم
او
هغوی ته جامې رانيسم

دوشنبه د ١٣٨٤ لمريز کال د لړم ٩

بېرته شاته
.