(د بېنوا هيلي )

دا تــــياره تــــــياره وختونه به سبا سي
يوه ورځ به شمله ورپښــــــــــتانه راسي
د پښــــتو د مخ پلو به کړي ور پــــورته
هنګامه به د شــــــــيربريتو پر دنيا سي
له آمــــــو تر اباسيـــــــنه به نارې ســـي
سره يـو به دواړه غاړي پښتونخوا سي
دغه بلاربــي  بــــــــلاګاني به پردۍ شي
د ښـــــــکلا انځــــورګران به راپيدا سي
د رشاد او حبـــيبي روح به تسکين شي
بېـــــــــنوا به په ځوانانو بېـــــــنوا شي
زما هــــډونه به در وړي  تر خپلي مېني
ها وږمـــــې د کندهار به مي په خوا سي
چي خارپـــــوړي مي په مينه باندي کړي
هغه ځمـــکه به د مــــــــور غيږه زما سي

بېرته شاته
.