ای باداره زمــــــــــــــانګـــــــــــاره
دغه ســــــــــــــــر مي نذرانه دی
ستا په پښو کـــي په سجده دی
په غوښـــــــــــتنه په ګــــــيله دی

يو نظــــــــــــر رابانــــــــــدي وکه
چي هوس مي راژونــــــدی سي
په مستۍ کـــــــــــي ليونی سي
بيا مي روح تــــــــه سپېلنی سي

په هامينه کـــــــــــي مي ډوب که
چي غــــــــــمونه پکښي موښلي
چي مرګــــــــــــــی ورځني تښتي
چي په زهـــــــــــــــرو کري دښتي

دخـــــــــــــيام پر کور مي شپه که
چي رنـــــدان وي وچ حلــــــــقونه
شرنــــــــــګوي خالي جامـــــــونه
زه هســـــــــتي کړم سرنــــــــګونه

هغــــــــه اور خو راتــــــــه بل که
چي ســـــــتا مينه په ډيـــــريږي
چـــــي دوږخ ځني لړزېــــــــــــږي
چي جهان ځــــــــــني بيريـــــږي

هغه ســـــــــــر درڅخه غــــواړم
چي له عقــــــــــــــله په لړزه سي
و فلـــــک ته غړغــــــــــــــړه سي
و مستۍ ته په ســــــــجده سي

په يو شــــــوخ زينار مي قيد که
چي له ژونـــــــــــدڅخه بيزار سم
د زاهــــــــــــــــد د سترګو خار سم
ستا په مــــينه کـــــــي په دار سم

د صهـــــــباء په کوثـــــــري جام
نن ســــــيراب خوار حيدري که
ټول زخــــــــــــمونې ناسوري که
خو ژونـــــــــــــــدون يې ابدي که

کويټ ١٨ مارچ ٢٠٠٣

بېرته شاته
.