وچکالي
پلني پلني وريځي راسي
داسمان مخ په سپېره سي
دبادونو څخه جوړه
د سيلۍ يوه نغمه سي
دوړ دوړکه په نڅاسي
ليونۍ ليونۍ کيږي
د هسک لور ته توري خاوري
له کوڅو څه په هوا سي
***
هغه وچي شوړي سترګي
چي سپرلي ورځني ورک وي
هغه شونډي چي پتري يې
د کلو د تندي نخښه
بيا د هسک پر لوري وا سي
دباران تمه پيدا سي
خو؛
زه يې پېژنم اسمان دی
زموږ کلی خطاباسي

بېرته شاته
.