ښکلی بهار مي بيا اغـــــــــــــــــــــــــــزو وخوړئ دژوند کــــــــــــــــــــــــــــاروان مي زولنو وخوړئ پاره ګريـــــــــــــــــــــوان مي نور ټوکر ټوکر سو غمجن زړګۍ مي جـــــــــــــــــــــــــوابو وخوړئ څنګه به ښکل کړم د هــــــــــــــــــوس شاپېرۍ چه الفتـــــــــــــــــــــــناک زړه مي غمو وخوړئ پيدا به څه کړم د ســـــــــــــــــــــــــــکون په ژبه ياغي جنون مي تلاښـــــــــــــــــــــــــــو وخوړئ لا به مي ولې په سکروټــــــــــــــــــــــــــو تر څو ماشوم ځيګر مي سرو زخـــــــــــــمو وخوړئ ولي مجنون سوې د خــــــپل شعر په ځوانۍ حـــــــــــــــــــــيدري ژوند دي زندانو وخوړئ
کندهار ٨ / دلو / ١٣٧٧ |