زما تقدير کي تغير ښکاري + چه هميش وړمه غمونه
پر ما جوړ د غم بازار دی + غمازان کړي هوسونه
د زاهد په لاس کي جام دی + په محراب کي ورو ورو ناڅي
مردار څاڅکی ئې له ميو + تر ناپاکو ليچو څاڅي
ټول دفتر د عشق ئې وسو + د ريا په خاموش اورکي
دټګۍ پر ټغر ناست دی + د نفاق په زاړه کور کي
بيهوده و هر خوبروی ته + په اميد د وصال ګوري
تر ناولي خولې ئې ناړي + د محراب پر حرم اوري
په امان له دا تقوا کړې + يا الهي حيدري خوار
د کينې تر جنت تير دی + خوښوي لوړ دوږخي دار

کندهار ٩ حوت ١٣٧٦

بېرته شاته
.