معیوبه ژوند ته خوار نفس یم نور به څه ووایم
بندي د جـــــــــــــــبر د محبس یم نور به څه ووایم
دړندو ملک کښي د بینا په جرم دار ته خېـــژم
دلاس تـــــــړلي منصور وس یم نور به څه ووایم
ما هم کابل غوندي دردو کي ځــــواني وبایلله
ټوکر ټوګر بـــــــــــــډا هوس یم نور به څه ووایم
زه د قسمت یاغي سېلاب و دې پردي مالت ته
غمو را اخیستی لکه خـس یم نور به څــه ووایم
له خپلي مېني څخه لیري د هــــــندارو ښار کښي
پروت د یتیم غوندي بې کس یم نور به څه ووایم
حـــــــــــــېدري نور مي و زخمو ته ملهم مه رالېږه
څنګه چــــــي یمه داسي بــــس یم نور به څه ووایم
نیومکسیکو ۶ / مئ / ۲۰۰۵

بېرته شاته
.