ای ملګرې !!!
ولي شهيد ارمان ته ژاړې په بربنډو اوښکو
تر څو به شمارې دځوانۍ غميزي
تر څو به غم لکه ماشوم ويده وې
تر څو به ژوند ته ارمانونه کرې
---------------------------------
راسه چه دواړه بيا نغمه نغمه سو
او
د خپل زړه رازونه يو او بل ته
لکه لاله پر سره دسمال وشندو
راسه چه وستايو ها څيري شملې
هغه تر خاورو لاندي سوي کوڅې
او
هغه سرکښ بادونه
چه زموږ په کلي کي ډبري وژني
چه زموږ سپوږمۍ په سرو سکروټو ولي
چه زموږ په اوښکو زندانونه مينځي
------------------------------------
راسه چه جګي کړو څو سټري شناختي
و هغه ستر او طلا ئې قبرو ته
چه ليونتوب تې ګريوانونه څيرل
چه د دار پړي ته مسکي مسکي شو
چه ئې کولنګ د قتل چغي وهي
---------------------------------
راسه چه وسپړو د زړه زخمونه
او
دتنکۍ ميني څو پټ رازونه
چه زموږ وه اوښکو ته لا زور ورکوي
چه د پرهر پاڼي په ګوتو شماري
او زموږ د ژوند دښت ته زقوم زيږوي
---------------------------------
راسه چه وژاړو ګودر ګودر سو
دحسرت چغي به تقدير ته سر کړو
او
دشپو په غيږ کي به يو لمر وکرو
------------------------------
راسه چه ستورو ته غزل غزل سو
او
خپل احساس ته خاطرې وليکو
چه معصوم روح مو تل غوټۍ غوټۍ وي
خو
داور باران به مو تر ګوتو څاڅي
دزړه پر درد به مو سحر ويده وي
زموږ پر لحد به شناختي جګي ناڅي
او
زموږ خيالونه به جهان ويښوي
خو زه او ته به يو دقبر خاوري

بېرته شاته
.