زمــــوږ تقدير ئې لـــــيونۍ کړ راروان پر مـــــوږ توپــــــان دئ
ټوله ســـــولو تاک له تــــاکه ستړئ ستړ ئ مو کـــــــاروان دئ
نن ربــــــــاط پر ربــــــــاط ګرځــــــــــو نا اشــــــــنا ږدو قدمــونه
چه کـــــــــنعان په مــــــــــنور سو راڅــــــــه ورک هغه جانان دئ
پر تـــــــــندي چه ئې ليــــــــــــــکلئ د قسمت د تــــــــــــــبر وار و
هــــــا تــــــندئ ســو خاوري خاوري هغه سر د غم داستان دئ
چه پــــــردي لاسونه راغله زموږ پـــر شناخته باندي تاؤ سول
دا قــــــــبرونه ئـــــــې در پاته هسي ورک زموږ قـــبرستان دئ
چه د شـــــــــپو زامنو چور کړو زموږ کوڅې ئې کړې پايمالي
ځوانيــــــمرګي مو سوې هــــــــــيلي نيمخوا مو هر ارمان دئ
جـــــــــــلادان که راته تــــــــــاؤ کي په تيرو چــــــــړو بـــــرېتونه
څه ګــــــــــيله له مرګي نسته موږ ته خپل کلی زنــــــــدان دئ
چه پـــــــه سپېنو سترګو پـــــــــــاشو د الحــــــــــق توري پر ژبـه
خود وســـــــــيل ته د فانسۍ مو راوتلئ ټـــــــــــــول جهان دئ
چه ملالــــــــــــــه مو نن سوله دپردو کوڅـــــــــــــو سوالــــــــګره
له مـــــــوږ پاته ها مــــــــــيوند دئ له موږ پـــاته ها نښان دئ
لا تـــــــر څو به حـــــــــــــــيدري خوار له پردو زړونو ګيله کړي
موږ پــــــــــــــــه خپله تباه کړئ تر ځان ګــــــران افغانستان دئ
لندن : ١٦/ مارچ / ٢٠٠٣

بېرته شاته
.