دا لاندي شعر زما خواږه ملګري پېرمحمد کاروان د خپلي خاصي میني او لوریني له مخي زما د واده د بلنلیک د کارډو لپاره رالیږلي و او راته لیکي یې وه (زړه خو مي ډیر غواړي چي د خپل ورور په واده کښي د ګډون تر څنګ د هر میلمه میلمه پالنه وکړمه خو د ژوند یو شمیر ناخوالو په منګول کي ټینګ نیولی یم او نه مي پرېږدي چي درشمه دا یو شعر درلیږمه او غواړم د همدې لاري ستا د واده په محفل کي ګډون وکړم او د کوربه په حیث هر میلمه ته دي  هرکلی ووایم ))  

(دروند مېلمه !)

نن زمزمې  په زمزمو ښکلوو
د خالد ناز په کريشمو ښکلوو
مېلمه ! ښادي به يو په دوه کې راته
خاوره به ستا د قدمو ښکلوو
ته برکت ئې برکت به راوړې
تا د منني په نغمو ښکلوو
د زړه په تل کي درته ځای در کوو
راځه قدم دي په ليمو ښکلوو
نن له دوو ستورو يو اميل جوړو
بخت ئې د خدای په کليمو ښکلوو
(کاروان)

بېرته شاته
.