هغه په تيلفون کي ورته له ټوکو يوه خبره وکړه ، دې له ډيري غوسې تيلفون پر بند کړ خو بيا يې هم په زړه کي دا خبره د اور د لمبې په څېر اوښتل را اوښتل .
 کرۍ شپه ئې خوب نه و کړی ، نن ئې هم په ملالو ښکلو سترګو کي د ژوري اندېښنې او پرېشانۍ نښي له ورايه ښکاريدلې .
 د معمول په څير نن هم سهار وختي دفتر ته رهي سوله، خو لکه ليونۍ ځان ته ئې پام نه وو، چي په څومره سرعت موټر چلوي ، په دفتر کي هم ټوله ورځ په کار نه پوهيدله ، سترګي ئې مخامخ پر ديوال ځوړند ساعت ته څلور سولې چي کله به پنځه بجې شي او له دفتره د وتلو سره سم هغه ته زنګ ووهي او له هغه څخه په سپينو خبرو د همدې خبري علت وپوښتي .
 ورځي د مازيګر په سره کفن کي د لمر جنازه پېچله ، خو د اسمان خونکاري سپېرې شونډي لا د شفق په وينو سرې شوي نه وې ، چي له کاره ستړې ستومانه را ووتله .
 د موټر د لګولو سره سم ئې له خپل ګرځنده تيلفون څخه هغه ته زنګ وواهه .
 د لومړي زنګ په ورتللو هغه په ډېره بېړه تيلفون پورته کړ ، د هلو پر ځای ئې بې واکه له خولې راووتل :
 _ های ، شاهين،.تاسو ياست ؟
 د هغه د ږغ په اورېدوسره ئې ژبه ګڼګوړه سوله ، د جواب دورکولو په وخت کي ئې هغه ټولي خبري هيري شولې چي ټوله شپه او ورځ ئې هغه ته په زړه کي اوډلي او ساتلي وې .
 په ماته او هېښه پېښه لهجه ئې په ډېره نرمي سره ورته وويل :
 - آ، ووووووو، زه يمه !
 هغه ورته يو سوړ آه له خولې وکيښ .
 اوففففففف ته څه شولې زړګيه ! ستاله لاسه مي ټوله شپه خوب نه دی کړی ، داسي څوک کوي ؟ ، زه که پښتون شوم او ضد ونيولم اخير تا خو به راته يو زنګ وهلی وای ، ما درسره ټوکي کولې او ته په رښتيا شولې ، ناترسي تا دومره نه احساسول چي پر ما به دا شپه څنګه تېره سوې وي .
 په داسي حال کي چي د هغه هره ګيله ئې پر زړه لکه د غشي وار لګېدله د سمندر غاړي ته په دې اميد راغله چي دلته به په ارامه او کراره د هغه سره يو څو خبري وکړم، او خپل پريشانه زړګي ته ئې په دې تسلی ورکوله چي که نن لږ ناوخته شي مور او د کور نورو غړو ته به دا بهانه وکړي چي موټر مي په لويه لاره ( های وې ) کي خراب شو .
 د سمندر په ساحلي سيمه كې يې چي د هغې د کور او دفتر له لاري څخه ډيره چپه وه په لږ لږ ډار يې شاوخوا کتله ترڅو چي ورونه يا کوم بل دوست ئې ونه ويني او د هغې کورنۍ خبره نه شي .
 د اوبو غاړي ته څېرمه ئې موټر د سړک پر څنډه د موټرونو د نه تمېدو ( نو پارکينګ ) په ساحه کي ودراوه او راکښته شوله .
 هغې خپل ګرځنده تيلفون غوږ ته دومره کلک نيولی و چي د هغه په حرارت ئې هغه تر شاتو خوږ او تر شيدو سپين باړخو په خپلو خولو کي لوند خيشت شوی و . د زرکي په څېر ئې نازنين قدمونه په طلائې ريګو کي د سمندر د اوبو خواته اخيستل ، او زريني اوږدې زلفي ئې لکه د سنځلو د وني پاڼي کله يو رنګ او کله بل رنګ پر نوراني مخ په بې رحمۍ يوې خوا او بلي خواته اوښتلې .
 په داسي حال کي چي د هغه هره خبره ئې د زړه په غوږو اوريدله او پر سينه ئې د حيا غوړيدلۍ پړونۍ د سمندر شوخ او سپين سترګي شمال په ډيره بې شرمۍ پورته او کښته کاوه د اوبو پر څنډه پر يو ګاره کښېنستله او خپلي الماسي پښې ئې د سمندر مړاو څپو ته ور کښته کړلې .
 په رښتيا هم که دوى هر څومره د امريکا د لوی وچي په يوه او بل سر کي سره اوسېدل . خو تر ايمان ډير سره ګران وه ، يو تر بله ئې ځانونه ځارول .
 دواړو به د ورځي د تيلفوني خبرو سر بيره هره شپه بلا ناغه يو او بل ته تيلفون کاوه او په خبرو خبرو کي به بيدېدله ، همدا ئې د ځان عادت ګرځولی و .
 هر سهار به شاهين دا پر ځان فرض ګڼل چي هغه ته تيلفون وکړي ، او هغه د ميني او محبت په خوږو خوږو خبرو له خوبه وپاڅوي .
 اوس هم د هغه ګيله پر دې وه چي ولي نن د لومړي ځل لپاره د هغې په خواږه ږغ او نرمو مينه ناکو خبرو له خوبه نه دی پاڅېدلی .
 هغه لږ په لوړ ه خو د غصې ډکه لهجه ورته وويل :
 - شاهين ته سراسر ملامته ئې ، دا چي ته د شپې زما څه پر وړه خبره خپه شولې . نو سهار خو به دي زه لږ تر لږه له خوبه پاڅولای . شاهين دا خو زما او ستا د ميني اصول ګرځيدلي وه چي ته به هر سهار په خپل خوږ ږغ ما له خوبه پاڅوې ،ا خير ستا مينه او ګرانښت دې حد ته راورسېده چي نن دي زه همداسي پرېښودلم؟
 ددې خبري په اورېدو د هغې زړه را وپړسېده او په ژړغونې لهجه ئې ور غبرګه کړله :
 ته ولي ماته د ميني او ګرانښت پېغور راکوې اخير ما ستا سره ريشتنې مينه کړې ده په ايمان ترځان ډير راباندي ګران ئې ، خو نه پوهېږم چي ولي نن راڅه داسي کار وشو . په خداې باور وکه چي ما هم ټوله شپه له غمه خوب نه دی کړی .
 پر هغه چي د دې دا ژړغوڼې او دردېدلې لهجه همېشه ښه لګېدله ، او تل به ئې دا په دې اميد ځوکلوله تر څو دا خفه غوندي شي او بيا ئې په ډير ناز ، جار او قربان پخلا کړي ، خو د شاهين په سترګو کي هڅکله او په هيڅ صورت اوښکي نه شواى زغملای .
 نن ئې هم د هغې پر دې حالت يو ډول مينه راغلله، ټولي خبري ئې پرېښودلې او په قصدي توګه ئې ورته وويل :
 نه شاهين ډيرو خبرو ته ضرورت نشته نن ماته څرګنده شول چي زه پر تا څومره ګران يمه ، ستا په زړه کي اصلاٌ زما لپاره مينه نشته .
 ددې خبري په اورېدو د هغې زړه اور واخيسته ، تړمي تړمي اوښکي ئې بې اختياره د اوبه د غميو په څېر له ملالو سترګو را توېدلې او د باړخو پر سوځنده لارود سينې حرم سرای ته رواني وې .
 د لږ چوپتيا وروسته ئې د زړه واک او ادراک ختم شو او په سلګو سلکو ئې هغه ته د ريشتني ميني قسمونه ورکړل .
 هغه چي کله په ريشتيا ددې د سلګيو ترنم تر غوږو سو او په دې پوه سو چي هغه ژاړي . يوسوې آه ئې له ستوني راووتی
 شاهين ته اوس غواړې چي زه ځان مړ کړم ، اوفففففففف څه وکړم ، ای زه ستا د سرو سترګو طاقت نه لرم ، بس که د خداې روی ته وګوره ، په الله چي ځان وژنم .
 هغې په هغه سُلګيو کي ور پوره کړله :
 نه ، ته به دا فکر کوې چي شاهين به زما سره د يو څو ورځو مينه کوي ، قسم په الله چي زه تاسره ريشتنی مينه لرمه او دا مينه به تر ژوند د وروستۍ لحظې پوري ساتمه
 هغه بيا په ډيره بې کراره لهجه ورته وويل :
 اوففففف بس که د زړه سره زه ستا د سرو سترګو طاقت نه لرمه .
 دوې لا په همدې بحث کي وه چي د پوليسو موټرچي پر سر ئې شنه او سره ګروپان لګېدل د ددې د موټر شاته ودريده ، که څه هم دا وخت د شپې تور پړونۍ د ځمکي پر مخ غوړيدلې و . خو بيا هم پوليس د اوبو پر غاړه پر ګاره ناسته شاهين په سپينو جامو کي تر سترګو سول .د خپل موټر په لوډسپيکر ئې پر هغې د سړک څخه ږغ وکړی :
 تاسي خپل موټر دنه تمېدو ( نوپارکينګ ) پر ساحه درولی دی او بل دا وخت قانون اجازه نه ورکوي چي تاسي دي په دا ساحه کي وګرځئ . لطفاٌ تاسي راشئ .
 شاهين چي د هغه سره ئې په تيلفون کي د پخلا کيدو وروسته يو ځل بيا د خپلي ميني خوږي خبري کولې خو سترګي ئې لا له اوښکوسرې وې چي په ډيره وارخطائې سره د موټر خواته رارهي سوه . او هغه ته ئې په تيلفون کي وويل :
 اې ګرانه ....پوليس دي نه پوهيږم چي څه وائې زړګيه زه به تاته لږ شېبه وروسته زنګ وواهم . سمه ده ؟
 ولي نه بيخي سمه ده خو زه ستا انتظار کومه .تر بيا خبرو د خدای په امان
 په مخه مو ښه
 په داسي حال کي چي پوليس ورته په انتظار ولاړ و ، خپل ګامونه ئې د موټر خواته چابک کړه کله چي ورورسيدله .
 پوليس تر پوښتنه وکړله :
 تاسو تر دي وخته څه کوی دلته ، تاسو پوهيږي چي دا وخت دلته اکثره هغه خلګ ګرځي چي په چرسو يا هيروينو اخته وي .
 - هو، خو بخښنه غواړم چي زه د هغو څخه نه يمه
 - تاسو خپل موټر هم غلط ځای تم کړی دی .
 - بخښنه غواړم د نه تمېدولو لوحې ته مي پام نه دې شوى، خير دا ځل مي وبخښې اينده کي به خيال ساتم
 - تاسي داسي ښکاری لکه ژړلي چي مو وي .
 - بخښنه غواړم دا ځما پرسونل خبري دي ستاسي كار په كې نه سته.
 - ښه ، تاسو خپل د موټر جواز سير ، د موټر د بيمې پاڼه ، او لېسنس راکړی
 - سمه ده . يوه دقيقه
 هغې خپل د موټر دروازه خلاصه کړله او په موټر کي دننه ئې په خپل دسکول پسي کښته پورته وکتل خو پيدا ئې نه کړ ، فکر جنه په موټر کي کښېنتله او د ځانه سره ئې وويل :
 - دا دسکول چيري راڅخه پاته سويدی دفتر کي خو مي هم نه و .
 لږ ګړی وروسته ئې په ياد شو چي سهار په بېړه د کوره د راوتولو په وخت کي ئې هلته هير شول نهيلي راووتله او پوليس ته ئې وويل
 - زما دسکول ( فرس) کور پاته شوي دي ټول اسناد مي په هغه كې دي. زه به کورته زنګ وواهم دستي به ئې راوغواړم
 په بيړه يې د موبايل تڼيو ته يو په بل پسې فشار وركړ، تر لنډ ځنډ وروسته يې د مشر ورور په ليدو سره ټكان وخوړ، ټول وجود يې خولې خولې شو، په بېواكه لاسونو يې ټول اسناد پوليسو ته وړاندې كړل، خو د يوې جريمې له جال څخه يې د خلاصون په موخه پرځان د يوه بل جرم ثبوت پرېښودى.

بېرته شاته
.