ماښام دخوب پر بستر څملاستم، هيڅ خوب نه راته يو ډول سټرو او ستومانو خيالونو ځورولمه مورجانه مي څنګه ته ناسته وه هغه  مي مجبوره کړله  چي ماته مي د پلار د ځوانۍ د وخت کيسه وکړي  . هغې هم په ډيره مينه زما په ويښتانو کي ګوتي ښخي کړلې او  راته ويې ويل :
وي ځويه! څه درته ووايم
لاړل، دا دي څو كلونه تېر شول، ته اوس ديارلس كلن يې او پښه دي په څوارلسو كلو كې ده  _
هغه ووختونه لاړه په اوبو لاهو شوه 
 څنګه ښه وختونه وه
بيا يې سترګي مخامخ لوري ته ونيولي او لكه چې په كومه څه كې يې چورت بند وي.
ومي پوښتله:
ښه نو بيا؟
_ پلار دي په ملي اردو کي يو لوړ رتبه افسر و، د دولت په ټولو نظامي افسرانو کي د ښه نوم او نښان خاوند و او هر چابه ئې ډير عزت کاوه. ټولو به ورته جنرال صاحب ويل ، ان  چي ولسمشر به هم کله کله د څه کار لپاره زموږ کور ته ټيلفون وکړ  نو په نيمه پښتو به ئې پوښتنه وکړل  چي جنرال صاحب کور دی؟
ومي ويل ولسمشر خو غټ سړى وي، هغه هم زما د پلار پوښتنه كوله؟
_ هو، هغه په ولسمشر ډير ګران و ، هر کال چي به ولسمشر د ارګ د ماڼۍ څخه د جشن او شاخيځ مراسموته وتۍ، نو تر شابه ئې زموږ توره والګا موټر جوخت په پسې و.
زويه هغه ورځ به مي هيڅکله هيره نه شي چي ته دنيا ته راغلې.
زما ښه ترا دا خاطره پر زړه ده چي  پوځي افسران به  په ډله ډله زموږ کور ته راتلل ، تاته ئې به يي تحفې راوړلې  او ستا پلار ته به ئې د لمړني زوی د پېدا کيدو مبارکي ويله .
په وېښتانو كې مي د مور ګوټي ټكنۍ شوې، له مخامخ لوري څخه يې سترګي زما په سترګو كې ښخي كړې. بيا يې وويل:
ولسمشر هم په هغه ورځ مازيګر ټيلفون وکړ  او ستا پلار ته ئې ستا د پيداکيدو مبارکي وويله. پلار دي هم ډير درته خوشحاله و، پوره درې ورځي نه ولاړی وظيفې ته او په کور کښي به د مېلمنو سره لګيا و . په څلورمه ورځ چي سهار د معمول په څير خپل دفتر ته رهي شو،  نو زه په کور کي بالکل يواځي پاته شوم ، څو ساعته وروسته د کابل پر فضا د جنګي الوتکو سيوری وغوړيدې ، شاوخوا ټوله همسايه ګان پر بامونو ولاړ وه.
د مور شونډې مې ورپېدې، پر څېره يې د خواشينۍ ګونځې وغزېدې. بيا يې وويل:
سخت وار خطا وو تابه ويل چي اسرافيل شپېلۍ ږغولې ده ځکه په لومړي ځل د کابل ښار د کورونو پر سر جنګي الوتکي په دومره کښته ارتفاع تېرېدلې او د خپل ږغ سره به يي د ماشومانو زړونه د سينو څه کښله ، ما به چي کله د الوتکو ږغ له لري تر غوږ شو نو ته به مي غيږي ته نزدې کړلې او ستا پر غوږونو به مي خپل لاسونه ونيول، خو کله چي به الوتکي د بلاګانو د وحشي  نارو سره زموږ د کور له پاسه تېرېدلې نو تابه کريږي کړلې  او پر هغه سربېره په وبېرېدلې.
ما ستا د پلار دفتر ته تيلفون وکړ  خو عسکر راته وويل چي هغه پسي څو کسان راغلل او هغه ئې بوتۍ  هغه دا خبره هم وکړله  چي :
خوري دلته بيا تيلفون مه کوه، حالت سخت خراب دی.
ددې په اوريدو مي زړه په دربېدو شو او د تيلفون تڼۍ مي يو په بل پسي په وراخطايي سره په ريږدېدلو ګوتو ووهلې ترڅو  د ولسمشر د ګارډ قومندان ته چي ستا د پلار تيرونی دوست و زنګ ووهم.
هغه هم په دفتر کي نه و يو عسکر راته په تلوار او  ډيره ويره ونکي  لهجه  وويل :
نسته
دلته هيڅ څوک هم نشته
سردار داود ئې واوژه.
دومره ظالمان  خلګ دي  هيڅ يي هم ور پري  نښودل.... ټوله ئې ووژل،  هغه ماشومان يي لا...
دا خبره يي لاپوره کړې نه وه چي په تيلفون کي مي د توفنګچې ډزي تر غوږ شولې ، يوه کريږه مي تر خوله ووتله او بې سېکه پر ځمکه راپرېوتم
او کله چي مي سترګي ړوني کړلې مور او پلار ( ستا نيکه او نيا) مي د نورو تېروني  دوستانو سره يو ځای د کټ خواته ولاړ وه
اوف... ووئ زويه!
څه درته ووايم.
شپه توره تياره وه، مور مي دا ځل د كړكۍ پرده لږ څه كش كړه او مخامخ يې ځلېدونكو ستورو ته وكتل، لكه د خپلو سترګو اوښكي چې پټوي او هڅه كوي چې د ستورو په ځلا كې يې ځلا وركه كړي. سوړ اه يې وكيښ او بيا يې وويل:
هغه ورځ يواځي زما د ديدنيو د پيل ورځ نه وه، هغه ورځ د ټولو افغانانو د دربدريو پيلامه وه.
تر هغه ورسته دي  د پلار پوره درې مياشتي  د مرګ او ژوند درک نه و، درې مياشتي وروسته يو چا وويل چي هغه  د دهمزنګ  په زندان کي تر ظلمونو او شکنجو لاندي شپې  تېروي .
ددې په اوريدو  مي ژوند نور هم په  ناخوالو ککړ شو ځکه ماته به هم خپل کور زندان ښکاريده  او خپلو خيالونو او فکرونو په هر ګړی شکنجه کولمه، د کور ديوالونو به د خوني بلاګانو په څير په مرګ کواښلمه، خو کله چي دي بيا پلار د زندانه خوشي شو  دنيا بدله وه هر څه پربل مخ وه  نو نور هغه د عزت او سرداری ژوند هم نه و راپاته . هغه سړی  چي به ټول فوځ ورته په سلامي ولاړ و نن په خپل ملک کي مخ له خلګو پټاوه تر څو څوک ئې ونه پېژني  ، ژوند مو ورځ په ورځ ترخيده  اخر د خپل کور، کلي او وطن پريښېدو ته اړ شولو او د زرګونو افغانانو په څير مو په دې پردي ملک کي د غريبۍ په کمپو کي واړول.
مور مي لږه غلې شوه، دا ځل يې په ږغ كې يو ډول لړزه احساسېده، ژړا يې په ستوني كې غوټه شوې وه. د هغې په دې خبرو به مي  په زړه کي  ماشومتوب خيالونو د غريبۍ او فقيرۍ څخه د يو سوکاله ژوند لوري ته لاره خپلوله، څه ګړی به پټه خوله وم
بيا به مي په هېښه لهجه خپلي مورته وويل :
مور جاني! که په هغه ورځ هغه تيارې د کابل پر ښار نه واى راغلي او داود خان يي نه وای وژلی اوس به زموږ څنګه  ښه ژوند وای . کور به مو هم درلودلای، موټر به مو هم درلودلای، د پاچهانو سره به ګرځيدلای، زه به ښونځی ته تللای  هغه به هم په موټر کي  څنګه به ښه وای.
مور مي يوه ترخه موسكا وكړه، په ډيره مينه به ئې په خپل پاسته لاس پر تندي ووهلمه.
ليونيه !
له دې سره يې د پړوني په څنډه سترګې وچې كړې.
_ که دومره ديدنۍ نه وای راغلي او هغه وختونه وای، اوس به موږ هم په خپل وطن کي وای، ولي به مو داسي د بې عزتۍ ژوند تيرولای، ولي به  په دې کمپونو کي په خېمو کي اوسېدلای .
ستا هغه پلار چي د جنرالۍ په شعاع به ئې سر تر اسمانه جګ و ولي به يي اوس د سړک پر غاړه په لېړۍ کي ترکاري خرڅولای 
هغه هم يو وخت و، چي پلار به دي هغه ورځي ته ليواله وچي کله به د جنرالۍ رتبه ور په برخه شي، بيا هغه ورځ هم راغله چي د زرګونو پوځيانو په مخ کښي لوې درستيز ستا د پلار پر اوږو د جنرالۍ وړانګي  د پوځيانو د  چکچکو په بدرګه ټومبلۍ او ملي سرود به  ږغيده، پلار دي د خوشحالۍ  څه په جامو کي نه ځايده .
ما ته مي د خپل پلار درنه څېره مخي ته ودرېده، چې پاكه دريشي يې په ځان كړې، پاك رنګ كړي بوټونه يې په پښو، پر ټټر يې بېلابېل مډالونه او نښانونه لګېدلي او... د مور خبري مي د خيال دا لړۍ غوڅه كړه.
_خو دا ورځ هم راغلله چي پلار دي نن يواځي د جنرال صاحب په نوم زوريږي.
زويه ! عزت او ذلت د خدای په لاس کي دی، يوخت خلګ پاچهان وي  يو وخت بيا غريبان وي.  انسان بايد پر هر حال شکر وباسي.
وګوره پلار دي  دي هره ورځ چي د ترکاري لېړۍ د کوره باسي  څومره خوشحاله وي، څومره په تلوار تلوار په خپلي خواری پسي وځي .
ماته هغه وخت راپه زړه کړي چي ده به د جنرالۍ دريشي  په تن کړله او پر سينه به يې يو درزن مډالونه زړيدل، له کوره به په تلوار ووتو . او په توره والګا موټر کي به خپلي دندي ته ستون شو.
 هغه مي سترګو ته ودريږي .
کاش چي ستا پلار  همداسي غريب پيداشوی  وای  هيڅ ارمان به نه وای. کاش چي په هغه د ملت پسې نه وای خرڅي شوي ، کاش چي هغه د جنرالۍ رتبې ته نه وای رسېدلای.
اوس به ئې د يو عام وګړي په څير په خوشحالي خپله مزدوري کولای هيڅ غم به نه وای هيڅ به ورته د سړک پر تړه (غاړه) دسبزيو  او  ترکاريو خرڅول ورته عار نه برېښيدل او نه به يې د  هر لاروي خبره چي جنرال صاحب ستړی مشې، پر زړه د تېرې توري د وار غوندي لګيدلای، اوس چي ده ته څوک د جنرال صاحب په نوم وايي، پلار  دي داسي انګېري چي هيواد يي د نړۍ له نقشې غېب شوی دی ، او ملت ېې د قارون د خزانو په څير په ځمکه ننوتی دی او په دې ټوله نړۍ کي يواځي يتيم افغان دی پاته دی .
دا ځل د مور خبرو ته ډېر ځير شوم، هغه راته ډېره پوهه ښكاره شوه، لكه د ټولي نړۍ په كچه چې ستره مېرمن وي او د ټولو په زړونو كې اوسي. ناڅاپه مي وياړ وكړ چې داسي يوه مور لرم.
مور مي يو سوی اسويلی ترخوله وکيښ، په مينه ناکه څپېړه ئې پر مخ ووهلم  او راته وويل :
بس ته ويده شه، ارام وکه  سبا دي بيا د خپل پلار سره وختي سبزي منډي ته ځي. کمپله ېې زما پر مخ راکش کړله اواليکين يې پو کړ، يوه شېبه د خوني پر فضا د ډيزل د تېلو بوى خپور شوى. پر خونه چوپتيا واكمنه شوه. خو زما له زړه څخه  د اليکين د پلتې په څير نري دودونه پورته شول.
 په پتو سترګو مي د ځان سره وويل:
کشکي داود خان ژوندی  وای او اوس هم پاچا وای . له دې سره په بړستن كې نور هم وغزېدم، تلتك مي پر ځان راكش كړ، چې يخ مي ونه شي. يو ځل مي د تلتك څنډه پورته كړه، مور ته مي وكتل، څېره يې په تياره كې تته ښكارېده، دا ځل مي زړه ورباندي وسوځېد، ترحم مي ورباندي راغى.


3/1/2005
New york

بېرته شاته
.