سناتور ټوپکسالار خان دجنګسالار خان زوی د چورسالارخان لمسی د قاتل خان کړوسی او د حيوان خان کودی  په خټه جنګي جنايت کار ، چي د غوايي د اوومي ( 7 ) او اتمي ( 8) په منځ کي د ناورينونو په کال د افغانستان په يو بې نومه کلي کښي زيږېدلی دی .
خپلي لمړنۍ زده کړي ئې د خپل کلي د بدماش مير په روزنځۍ  کښي پيل کړي او د نا اهلۍ د سند تر اخستلو وروسته د تور کال په لومړۍ نيټه  د خيانت او جنايت د روزنتون  د ولس وژني او ولس ځوروني  څانګه ته کاميابه شو .
او د همدې کال د جدي په شپږمه ( 6 ) نيټه چي د سره کال د لومړۍ نيټې سره سمون خوري د بې علمۍ د لومړي مقام په ګټلو سره د خپل  ډاکوګری  عملي ډګر ته فارغ شو . او د جهادي جبهې د امر په حيث ئې د سره کال تر اواخيرو پوري د خړپ جنګونه  وکړل . په زرګونو بې ګناه انسانان ئې ووژل _ کورونه  ، ښارونه  او فابريکې ئې دباروتو د لمبو لوګی کړلې .
د چورد کال په پيل کښي د وخت د سرغنه خاين پروفيسرقومندان سالار خان   له خوا چي د خپل وخت د چور او تالان نامي وؤ سناتور ټوپکسالار خان ته  د ولس په زښته ځورونه  کښي د رغنده لوبغاړي په حيث  او اعلی ورانيو او ويجاړيو  په ترسه کولو سره د سروزرو مډال عنايت کړ  او په لومړي ځل ئې دجبهې د امريت څخه  د بې پوښتني ښار په لويه څلورلاره باندي د عمومي پاټک د سترقومندان  وظيفه ورکړه .
سناتورټوپکسالار خان  په خپله دې  دنده کښي تر پخوا زيات فعاله و
 د ښار بانکونه ، موزيمونه اوټوله ملي شتمني ئې لوټ کړې . د دې تر څنګ سناتورټوپکسالارخان  په دې دوره کښي لاندي تاريخي  کارنامي پرېښولې :
1 : د نوموړي پاټک څخه يو انسان په ډک جيب تير نه شو .
2 : دهر تجاراتي  باروړونکي موټر څخه  د ماليې پسې د بارشوي مال دارزښت  دوه چنده اخستل کيدې .
3 : کومه معصومه پيغله  يا لغړزنی ښايستوکی هلک چي به  په وچ زور د پاټک پوستې ته ننويستل شو ژوندی نه راوتی :
4 : د انسان مرګ د يو سګريټ پر سر  څه چي دنښې زده کوولو او ساعت تيري  له امله  هم رامنځ ته کيده .
د خپل ولس په ژوند  لوبي  کول ، دبې ګناه  انسانانو په سرونه ميخونه وهل  ، عام خلګ مهاجرت ته مجبورول ، او بيائې کورونه چورول  د سناتور ټوپکسالارخان  له لوړو او  اعلی کارنامو څخه ګڼل کيږي .

د سپين کال په پسرلي کښي چي طالبانو د حکومت چاري پر غاړه واخستلې پر سناتور ټوپکسالار خان  مځکه تنګه شوه او د خپل راج پرېښودو  ته اړ شو . پوره اووه کاله ئې  د کوڅه ډبو سپو په شان  پر پرديو سترخانواوکاسو  تيره کړه  او د زرغونه کال په سر کښي چي د ترهګرۍ د کال د منځ سره سمون خوري  يو ځل بيا د پرديو د چکچکو په بدرګه سناتور ټوپکسالار خان  د سروزرو په خره سپور بيرته خپل وطن ته راستون شو . 
کله چي امريکا په افغانستان کښي د ډيمکراسۍ اذان وکړ  نو سناتور ټوپکسالار خان لومړنۍ کس و چي په ځان کښي ېې د ولس د رښتوني خدمتګار خوبونه و ليدل 
. له راستنيدو سره يو ځای ئې  پر لوړه دولتي چوکۍ خيټه واچول  ، او د عادت خلاف ئې ځان د خپل ولس د حقوقو دفاع کوونکی وټاکه .
خو دا چي د دولتي چوکۍ خوند ډير شيرين و نو د دوو جهانو تر منځ پاته شو . حيران و چي د  ولس برخه  واخلي که د دولت .  اخير سناتور ټوپکسالار خان غوندي بې علمه انسان له دولتي چوکۍ تير شو او ځان ئې ولسي جرګې ته کانديد کړ . ځکه دې په دې ښه پوهيده چي په دولتي چوکۍ کښي به يو وخت نه يو وخت د تعليم  او مسلک خبره راپوته کيږي .
سناتور ټوپکسالار خان چي د ولس د وينو او سرونو په بدل کښي  ئې خپل جيبونه په ډالرونو ډک کړي ول . په ځان کښي ئې د دې توان ليده چي که په  زور وي که په چم ، ځان به تر پارلمانه رسوي . او يوځل بيا به خپل راج تازه ساتي .

دروان کال داخوډب په مياشت کي په خپل انتخاباتي کمپاين کښي سناتورټوپکسالار  خان دکابل او شاوخواسيمو   مسکينان راټول کړل او د صالحين د غره په لمونو کښي ئې  ورسره ژمنه وکړه چي د يوې رايي په بدل کښي به زر افغانۍ هر رايه ورکونکي ته  - چي ده ته رايه ورکړي ورکوي .
 او په دې توګه په ټاکنو کښي  د پنځه ويشت ( 25 ) ميلونه  افغانانو څخه  توپکسالار  يوازي د شپږ زره دوه سو شل ( 6220) رايو په ګټلو سره پارلمان ته لاره پيدا کړله  . 
او خپل هغه ارمان ته ورسيد چي د خپل نوم سره د سناتور کليمه مل کړي ،
 اوس  نو هر ځای خپل نوم سناتور ټوپکسالار خان ليکي . خو په دې اوس هم نه پوهيږي چي سناتور څه معنی ؟  

بېرته شاته
.