په دربار کي دژبو انډول ساتل
که راتلونکو نسلونو ته د ملي يووالي بنسټ ايښوول

نيويارک ، متحده ايالات
که د تاريخ په اوږدو کي د افغانستان سترو ناورينونو ، دربدريو، د قومونو تر منځ د  اتفاق نشتوالي او د وروستيو درېيو لسيزو  نه جبرانيدونکو ترخو حوادثو  ته ځير شو، نو دا به تر لمر روښانه شي چي د دې ملي ناخوالو زيات لاملونه په دربار کي د ژبو تر منځ د انډول له نه ساتلو څخه سرچينه اخلي .
د تاريخ په اوږدو کښي او يا هم د تيمورشاه دراني د سلطنت له پيله بيا تر نن ورځي پوري په دربار کښي ټولو واکدارانو يواځي هغو ژبو ته کار کړی چي دوی پري خبري کولای شوای او د نورو ژبو حقوق يې تر پښو لاندي کړي ول .  چي دا کار د قومونو تر منځ د تربګنيو او بې اتفاقيو لامل ګرځيدلی  او په نتجه کي د وړو ژبو قومونو په يو او بل نامه په بغاوت لاس پوري کړی او د وخت د واکدارانو پر ضد يې بيلابيل پاڅونونه راپارولي دي .چي بالاخره د ملي يوالي په له منځه تللو سره ګاونډيانو او نړيوال ښکېلاکګرانو ته دا زمينه برابره شوې  چي زموږ سپېڅلی هيواد د بلاګانو په خوله کي ورکړي  او زموږ د مظلوم ولس په وينو او سرونو لوبي وکړي .
که چيري په تېرو شلو لسيزو کي د افغانستان په دربار کښي  واکدارانو د ژبو انډول په سمه مانا، څنګه چي ښائې په پام کښي نيولی وای او په دې برخه کښي يې جدي کار کړی وای نو نن به ولي څو پښته وروسته نوي نسلونه د پښتون ، تاجک او هزاره په نوم سره جنګېدلای ، ولي به يې د يو اوبل په لمسون د خپلو بېګناه وروڼو او خوندو ويني تويولای ، ولي به يې په خپلمنځي جګړو (کورنيو جګړو) کي خپل ګران هيواد په کنډوالو بدلولای- ولي . . . . ؟؟
زه نه غواړم چي پر تاريخ وږغېږم او يا هم د تيرو واکمنيو ښه او بد اړخونه وڅېړم ، خو دومره ويلای شم چي په تېرو واکمنيو کي امير امان الله خان او په دې وروستيو کښي شهيد سردار محمد داود خان د افغانستان د ټولو ژبو او قومونو د پرمختګ او ترقۍ لپاره څه نا څه کار کړی  او هم يې په خپل دربار کي د ژبو انډول يو نيم ځای مراعت کړی دی .
په پښتو کښي متل دی چې: د نن کرلي سبا رېبل کيږي  ، دا چي په دربار کښي د تېرو واکمنانو له بېغورۍ څخه زېږېدلي د قومونو تر منځ تربګنۍ پښت تر پښته تر ننه راورسېده او موږ يې نتيجه وليده  چي وطن مو په هديرو او کنډوالو بدل شو ، دوه نيم مليونه  مظلوم انسانان مو شهيدان او په ميلونونو  کونډياني، يتيمان  او معيوبين ، راپاته شول، نيم ولس مو په پرديو هيوادونو کښي د ذلت او بې وطنۍ شپې سبا کوي، د هغوى نوي نسلونه په سلو کښي پنځه نوي له افغاني هويت څخه محروم  او د پرديو کلتورونو سيوري يې پر ذهنونو غوړېدلي دي  .
اوس چي افغانستان د نړيوالو په مرسته او د ويښو افغانانو په زيار  د ځکندن له بستر څخه راپورته شوی او د تمدن پر لوري يې يو نيم پرمختګ کړی ، په هېواد کښي له هره کونجه د ډيموکراسۍ نارې راپورته کيږي  او ټول خلک دېته متوجه  شوي چي ملي يوالي ته کار وکړي .
د افغانستان اوسمهالي واکداران هم په کورنيو او بهرنيو مطبوعاتي ارګانونو کي هر ځل د دې خبري يادونه کوي چي موږ ملي يووالی غواړو  او افغانستان د تربګنيو د خوني ښامار له ستوني راباسو .
خو نه ده څرګنده چې څنګه؟؟ د افغانستان د اساسي قانون په لويه جرګه کي هم په ملي سرود کښي د قومونو د نومونو راوړل ځکه ضروري وبلل شول چي ګواكي دا هم يو ډول ملي يووالي  ګڼل کيږي .
خو زما په اند د افغانستان په دربار کي د اوسمهالو واکدارانو ټولي هغه هڅي چي دوی د ملي يووالي پر لوري په ظاهراٌ په کار اچولي دي، يوازې له شګو څخه د ځالې جوړول دي چي د وخت  په معمولي څپې باندي يې نوم او نښان له منځه ځي، ځکه چي د ملي يوالي بنسټيز تاداو په دربار کښي دژبو د انډول ساتل دي، که د تيرو واکمنيو په څير اوس هم په دربار کښي د يوې ژبي راج وي  نو همداسي به د راتلونکو نسلونو په ذهنونو کښي د نفاق او ملي يوالي ضد تخمونه کرل کيږي چي دا کار د هيواد راتلونکی د تېرو ترخو حوادثو په څير يو ځل بيا له سترګواښ سره مخامخ کوي چي ټول تاو به يې دهمدې مظلوم ولس له راتلونکو نسلونو څخه خېژي .
که چيري دا لړۍ همداسي روانه وي نو دا به په دربار کي د اوسنيو واکدارانو تر ټولو ستره جفا او لوی خيانت وي  چي دوئ ئې د افغان مظلوم ملت او د افغانستان له راتلونکي سره کوي .
په مطبوعاتو او خبري غونډو کي د ملي يووالي نارې او په ملي سرود کي ديو درو _ څلورو قومونو د نومونو په راوړلو سره هيڅکله د افغانستان  د قومونو حقوق نه شي ورکول کيدای، که په رشتيا د افغانستان  په دربار کي اوسني واکداران _  ملت له بدمرغيو او تربګنيو څخه د ملي يووالي او پرمختګ پر لوري بيايي او غواړي د افغانستان راتلونکی  برخليك په بنسټيزه توګه وټاکي، بايد په دربار کي د ژبو د انډول ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي. د افغانستان په مطبوعاتو، تعليمي نصاب، لوړو زده کړو او د دربار په ټولو ارګانونو کي بايد ټولو ژبو ته د اقليت او اکثريت له مخي ځای ورکول شي، او د ډيرکيو ژبي ته دي  دملي ژبي  حق ورکړل شي ځکه ملي ژبه د ملي هويت بنسټيز ستون ګڼل کيږي .

د ملي يووالي او يوموټي افغانستان په هيله

بېرته شاته
.