له کله چې په  افغانستان کي د ډيموکراسۍ په نوم وروستی تحولات راغلل او د طالبانود واکمنۍ د راپرځيدو اعلان وشو . نو ولس  ته دا اميد پيدا شو چي نور به  يي څوک پر پت، عزت او ملي ارزښتونو تېری نه کوي، نور به يې  څوک په نه جرم تر زندانونو نه کشوي، نور به يې څوک پر تاريخ او ملي وياړونو ملنډي نه وهي، نور په يې څوک د ملي يووالي ريښې نه باسي، نور به د ولس اکثريت او اقليت  ته خپل روا حقونه د عدالت له مخي ورکول کيږي او نور . . .
خو افسوس  چي داسي هيڅ هم ونشول او د طالبانو د توري دوري په پرتله  ملي ضد تورې تيارې بيا هم پرهيواد راغلې، چي نه يوازي يي د همدې ولس ملي شتمنۍ لوټ او تالا کړې بلکې د همدې ولس تر منځ ئې د ملي وحدت په  له منځه وړولو کي هر ډول هڅه په كار واچول شوه : د هيواد د اکثريت  ژبه نوره هم تر پښو لاندي شوه . په مطبوعاتو کي ملي مشرانو ته ښکنځل، پر ملي وياړونو ملنډي وهل، ملي ټرمنالوژي له منځه وړل خو دې حد ته رسيدلي، چي د پلازميني په هر کتابپلورنځي کي د مجلو او ورځپانو پر مخ يې له واريه په غټو توري  هر څوک ليدلای شي، د ساري په توګه (هفته نامه كابل، پنجره، پيام مجاهد او دا دى اوس مهال صبا اوونيزه) هم په د ې كتار كې راځي، چې په دغو ښكنځلو او سپكاوي يې لاس پورې كړى دى. په دې لارکي د اطلاعاتو کلتور وزارت خپل  ټول  توان  د هر ډول ملي ضد کارونو په تر سره کولو کي نه دی سپمولی، آن چې په زياتو مواردو كې خو د دغو خپرونو نېغه همكاري كوي، د ساري په توګه  پنجرې اوونيزې چلوونكى د ښاغلي رهين دوست دى، چې كېدى شي په دې خپرونه كې زياتې خپرېدونكي ښكنځلي د هغه په طبعه برابري وي.
څه موده مخکي ښاغلي کرزي  د سيد جمال الدين افغان  جايزه رهين مخدوم  ته  ځكه وركړ، چې ګواكې ستر خدمتونه يې كړي دي، په خپله وينا کښي يې زياته کړه  (رهين مخدوم د خپل ولس په وړاندي هميشه د اخلاص او هيوادپرستۍ له مخي د د هر ډول ملي خيانتونو مخه نيولې ده) خو دومره څوک پيدا نه شو چي دا پوښتنه وکړي  چي د کلتور وزارت  د خپل ولس په وړاندي  کوم مسووليت تر سره کړی دی؟  كه دا خدمت وي، چې ملي ټرمينالوژي دې په خپرونو كې تر پښو لاندې شي، بيا خو سمه ده، كه دا خدمت وي، چې ځوان ليكوال دې څارنواليو ته ورمعرفي كړي، نو بيا هم بېخي سهي ده، كه د بيان د ازادۍ تر شعار لاندې د ځينو ليكوالو قلمونه ماتېږي او د ځينو ليكنو په تور بند ته اچول كېږي، بيا خو رښتيا هم چې رهين ستر خدمتګار دى. که د کلتور وزارت د هيواد ملي ټرمينالوژۍ په پردۍ ټرمينالوژۍ  اړولو ته ملي خدمت  ويل کيږ ي نو بيا دي دا جايزه هم د مخدوم مبارک وي.
د ټولي پلازميني او ولايتونو د وزارتونو او رياستونو لوحې له پښتو څخه اړول که ملي خدمت وي او له مخي يې د ملي امنيت ستر  ستون  (ستره محکمه) په دادګا عالي  او د هيواد د روڼاندو مركز (پوهنتون) په دانشګاه اړول کيږي نو بيا دي دا جايزه هم د مخدوم مبارک وي.
د پلازمني په راډيو تلويزيون کي  پښتو ته په سلو کي پنځه نشرات هم نه لري، خود ايراني فلمونو او ايراني سريالونو كچه تر پښتو ډېره وي، بيا خو رښتيا هم چې رهين هېواد پال او پر افغاني- ملي ارزښتونو مين وزير دى، اوسنۍ جايزه دې هم د مخدوم مبارک وي.
يو ستر خدمت خو يې دا دى په دې وروستيو كې كړى، چې هغه په صبا اوونيزه كې چې له كابله خپرېږي، د احمد شاه بابا يو كارټون دى، چې په دې وروستيو كې خپور شوى دى، په دې كې احمدشاه بابا انځور شوى، چې ښكرونه لري او بدرنګه څېره لري او په ټولګي كې ولاړ دى: په ټولګي كې ولاړ ښوونكى له زده كوونكي څخه پوښتي: ”احمدشاه بابا چى كرد؟
_هيچ، مرا دو سال ناكام كرد“.
(صبا، شپږم كال، ۳۶مه ګڼه، مخ: ۳۳)
نو ښاغلى رهين چې د دويم ځل لپاره د وزارت پر څوكۍ پاتې دى، د دې ډول سپكاوي لپاره څه دليل لري؟؟ ايا د صبا ښاغلي كاركوونكي به هم څارنواليو ته معرفي كوي؟
په افغانستان كې ګڼ شمېر فرهنګپال او ليكوال پر دې موضوع سخت خواشيني دي او كېدى شي په زياتو ولايتونو كې رسماً احتجاجي ليكني خپري كړي.

بېرته شاته
.