د حس افواج مي ستا په یاد پسي  جهان لټوي
ځکه نل ډوله مي هر أه مست بلبلان لټوي
سپېره شمال دي په مړه خوله د مرګي زېری راوړ
چي تصور مي په  هجوم ستا هر داستان لټوي
کوټلو وینو مي ماشوم زړه کړ په جبر خفه
ځکه احساس مي کړاونه او زندان لټوي
یا سور شفق مي  درخسار ستا د ناورین په سبب
په خپل کوګل کي انعکاس ستا دوجدان لټوي
د روح ښيښه به مي په لیچو د تقدیر سي ماته
چي ستا تصویر کي هر ګړی څیري ګرېوان لټوي
ستا پر بالین مي ګوهرناکه اوښکي محوه شولې
ځکه چشمان مي د سینې دخون باران لټوي
چي حیدري پت زنګوي ستا د فاني هیلو ټال
خود به ځیګر په  لطیف عقل د اسمان لټوي

بېرته شاته
.