کله چي د سرطان په ٢٦ مه د ١٣٥٢ لمريز کال په پاڅون کښي چي د مرحو م داود خان تر مشری لاندي لومړی جمهوريت په افغانستان کي تاسيس شو .
ځيني دوستانو د جمهوري نظام او اتل شهيد ارواښاد محمد داود خان  په اړ ه او کړو وړو  ليکني ، مقالې ، مضامين او کتابونه ليکلي يا ئې وروسته ليکي . او په جمهوريت او مرحوم داود خان پسي  ډول ډول تهمتونه تړي . غواړم چي دحقايقو په هنداره کښي د هغو ځينو سپيناوی وکړم
١ : ـ  د ځينو په اندپه کودتاه کښي د ديمکراتيک ګوند او ډلو لاس درلود . يا د وخت د شوروي اتحاد  په طرفداری  او لاسونه ترسره شوې ده.
د چنګاښ د ٢٦مي په کودتاه هيڅ ګوند په تيره بيا د ديمکراتيک ګوند او د خلق او پرچم ډلو هيڅ رول او مرسته نه ده کړې . او نه د شوروي لاس پکښې کي و بلکې دا سپينه افغاني کودتاه وه . ممکن د کوم ګوند غړي د شخصي شناخت پر بيناد  ګډون کړی وي ولي د ګوند په نامه  هيڅ چا اشتراک نه دی کړی .
هغه څوک چي دعوه کوي چي کوم ګوند په کودتاه  کښي ګډون کړی و يا وائي چي د شوروي په مرسته او لاس وهنه  سره کودتاه انجام شوې ده .
په ډيره درناوي سره دې مستند اواګهانه ثبوت وړاندي کړي   نه د شخصي اغراضو ، غيبت ، ګجباحثيو ، چي خلک وائې ، يا چا ويل ، دوی ويل .
څه چي شوي هغه شوي دي دا تاريخي پيښي دي او تاريخ د هيڅ چا مراعت نه کوي  خو يو شی چي مهم دی هغه وجداني ، بې طرفه او بې پری ليکل دي ،چي دولس اوسني او راتلونکي نسلونه ورباندي قضاوت وکړي  . ښه ته ښه او بد ته بد ووايي.  البته  په دې کار سره نوي استعدادونه  هم راويښيږي . او په رښتني توګه د خپل هيواد خدمت ته ور دانګي .
د چنګاښ د ٢٦ مي  په پاڅون کښي يواځي او يواځي ځوان او مسلمان افسرانو او څو ملکي کسانو ګډون درلود . ګر چي د اصول د مخي کودتاه صحيح کار نه و  خو د مملکت ويجاړ حالت او د ديموکراسی په نامه دلسيزي ګډوډيو  د پاره لنډه لاره يو پاڅون ته اړتيا وه . چي په نتجه کښي جمهوري نظام تاسيس شو .
بيله کوم چور او چپاول سپينه کودتاه په نوي تاکتيک سره انجام شوله  او افغان ولس د هغه ډير ښه استقبال وکړ په تيره د کابل په ښار کښي  چي دا هيله  د پخوا څخه په زړونو کښي موجوده وه   .
او د خلګو د ښه استقبال په خاطر چي جمهوري نظام ته ئې ښه هر کلی کړی و نو پاچا محمد ظاهر شاه د شاهي څخه خپله استعفا په تحريري توګه مرحوم دواد خان ته تقديمه کړل .
که د مرحوم داود خان ملي شخصيت نه وای ممکن په هيواد کښي ډيره مرګ ژوبله ( کوشت خون ) شوی وای  خودا  د مرحوم داود خان  ملي شخصيت وو چي خلګو ورباندي اعتماد او باور درلودی  چي هغه په خپل وخت کښي تر خپله وسه  خپل ولس او وطن  ته خدمت کړی و او د جمهوري نظام په راتلو سره  شايد په راتلونکي کښي ئې  ډير څه خپل وطن ته کړي وای .
خو افسوس چي د جمهوريت پر ضد ډول ډول دسيسې او تبليغات ( ښې اړخو او کيڼ ارخو په نامه ) شروع شول .
چي ښې اړخو به  پر مرحوم داود خان او د هغه پر ملګرو باندي ډول ډول ټاپې او ايتهامات لګوله. اوپر جمهوري نظام ئې عملي حملې وکړې او هم ئې د جمهوريت خوانو څخه ځيني کسان ترور او ووژله .
خو د يمراکراتک ګوند غړو بيا ويل چي دا زموږ د مرام سره حکومت نه دی . د جمهوريت پر ضد ئې فعاليتونه شروع کړل . حتی د ديمکراتيک ګوند چي د خلق او پرچم پر دوو برخو ويشل شوي و . د خلق مشري نورمحمد ترکي او د پرچم ډلي مشري ببرک کارمل کوله . د جمهوري نظام د له منځه وړلو لپاره سره يو ځای شوله
 د جمهوري نظام ضد کسانو اوبه خړولې اومهيان ئې نيول . خو د حقيقت څخه ئې سترګي پټولې اوريدلي وه چي علي اباد يو ښار دی . . .
 او په کوردننه او بهر  کښي . اګهانه او ناګهانه تبلغاتوپيل شوه  چي داود خان پرچمی او کودتاه ئې د شوروي په طرفداري کړې ده  او دا کودتاه د افغانانو نه بلکې د شوروي په لاسوهني سره تر سره شوې ده .
 او په دې وخت کښي د جمهوري نظام پر ضد کورني او بهرني لاسونو کار کاوه .
٢ : ـ ځيني کسان بيا د جمهوريت غوښتونکو پر مرام باندي يو ډول او بل ډول تبصرې کوي .
خود جمهوريت خواهانو افسرانو هيله او مقصد او د دوی فداکاري او قرباني د دې لپاره وه  چي د پيړيو پيړيو شاهي نوم او نظام  په جمهوري نظام تبديل کړ ي ، او د جمهوريت ګوله  د خپل ملت په خوله او واک کښي ورکړو . چي په راتلونکي کښي د خلګو په خوښه حکومتونه راشي  او د هيواد ناخوالي او بدمرغيو ته د پای ټکي کښيږدي . خپل وطن وادن ، لوږه او فقر لري کړي . او افغان ملت په ارامي ، هوسايي او امنيت کښي ژوند وکړي  دا چي افغان ملت د جمهوريت  ګوله هضم نه کړه ... ... .
په نتجه کښي  جمهوري نظام ختم  او د ثور د اوومي ورځي کودتاه وشوله او واک د ديمکراتيک ګوند لاس ته ورغلی د هغې ورځي څخه د افغانانو د بدمرغيو د توري ورځي پيلامه شروع شوله ، ملي او اسلامي مقدساتوئې په خطر کي ولويدل، د هغې ورځي څخه بيا تر ننه د افغان ملت ويني تويږي او بهيږي  ، په ميلينونو شهيدان او په لکهاو معيوبين ئې ورکړل ، وطن ئې په کنډواله بدل شو ، افغان ولس ئې مهاجرتوب ته اړ ايستل او د نړۍ په هر ګوټ کښي تيت او پاشان ، در په دره ، سرګردانه او دهر خپل او بيګانه دروازو ته ودريدل  او د نااميدی جپلاخي ئې پر مخ وخوړلې او خوري ئې .
دا ځکه چي پسله جمهوري نظام څخه   هر څه واکداران چي راغلي دي ولس او ملت باور او اعتماد نه دې پر کړی  او د شک په سترګه ئې ورته کتلي  او ورته ګوري  چي دا د جمهوريت د ګولې د نه عضم . .. . .
٣ : ـ ځيني بيا   د جمهوري نظام د واکدارانوپه اړه او د جمهوريت پر سقوط بيلابيل نظرونه لري .
په ډيرافسوس بايد ووايم  چي د جمهوريت ځينو محدودو غړو د خپل سري  او خودخواهي په وجه د لوړي چوکيو  لکه د مرکزي کميټه ، حکومتي چوکۍ ، اختصاصي  محمکه ،ديوه ګوند ( ملي غورځنک) دجوړولود مشرتوب اشغالول اوهم په يوه او بل نامه خپل د پاڅون ملګري د ځانه ليري کول. . و مطبوعاتو ته ازادي نه ورکول  او څؤ محدودو کسانو دواد خان په معاصره کي نيول  او هر څه د دغو محدودو نفرو په خپل ځان تمامول
دې کار جمهوريت ته سخته ضربه او تاوان پيښ کړ  او د ولس اعتماد ئې د لاسه ورکړ  هغه کسان چي ځان ته ئې څه ويل او د ريښتيا پر ميدان ئې هيڅ ونه کړل . په سپينه ورځ ئې جمهوري نظام ونه ساته  . او واک ئې ديمکراتک ګوند ته په لاس ورکړ دغه کسان هم د وطن په بربادی او تخريب کښي مسول او مجرم دي .
يو شې د انسان د بدو عادتو څخه دادی چي د ناتوانی په وخت کښي يو ډول احساس او د قدرت په وخت کي بل ډول احساس پيدا کوي همدا سبب دی چي انسان پيژندل اسانه کار نه دی . بلکې د انسان تر عمر اضافه وخت ته اړتيا لري .
د جمهوري نظام په پاڅون کښي  څلور ډوله خلک وه :
الف :  يوه ډله د مرحوم داود خان سره ئې په يو او بل ډول شناخت او پيژندګلوي درلودل .
ب :  دوهمه ډله بيا ډير کسان د ښه احساس او د هيواد ناخوالو او ويجاړ حالت ته نيګرانه او پريشانه وه .
ج : دريمه ډله بيا هغه محدودکسان وه چي په اردو کښي بدنام  او دوسيي ئې درلودې  او په کلونو کلونو له ترفيع څخه پاته وه چي هري تيږي او ډبري ته ئې سر نيوی او خپل دغه حالت ته بدلون ورکاوه .
د : څلرمه ډله بيا هغه محدود کسان وه چي په کودتاه کښي داخل وه . ولي په عيني زمان کښې دولت ته ئې جاسوسي کوله  .
يو او دوه واري پاڅون څه ناڅه افشاء او خبري داسي کيدلې چي د پاڅون دخلګو ليست حکومت پيدا کړی دی  امکان لري اعلان ئې کړي او دغه کسان ټوله اعدام شي .
په دې کار سره ځيني کسان منحرف شوله حتی مرحوم داود خان ته ځيني ورغلل . چي دا کار مشکل او زموږ ژوند ته لوی خطر دی  که چيري پاڅون ناکامه شي شايد پاچا  تاسو ته څۀ ونه وايي خو موږ د ژونددخطره سره مخامخ کيږو . ګر چي مرحوم داودخان ورته وويل چي (( سياست ورور نه لري  خو بيا هم پر دې خبروبه  ډبره ( تيږه ) کښيږدو . نورو به په دې خبرو سر نه ګرځوو . ))
د پاچا زوم سردار عبدالولي چي د مرکزي قول اوردو قومندان وو .دغه د افشا کولو موضوع ئې هغه وخت  د  پاچا غوږو ته ورسوله چي ظاهرشاه د سترګي د اعلاج لپاره ايټاليا ته تللی و . او ورته ويلي ئې وه (( چي زه د داود خان او د هغه د ملګرو پر ضد اقدام کوم )) خو د ظاهر شاه لخوا اجازه ورنه کړل شول  . او ورته ئې وويل چي زما تر راتګه صبر وکړی .
٤: ـ ځيني دوستان وايي چي د ثور په کودتاه کښي چي د ديمکراتيک ګوند تر مشری لاندي وشوله  محوري رول او نقش  هغه د مرحوم داود خان ملګرودرلودی .
خو دا خبره صحيح ده دا کسان مخکي په ديمراتک ګوند کښي نه وه  نادراٌ يو څوک به وه . دا کسان پسله جمهوريت څخه  نورو ګوندو او په تيره بيا خلق او پرچم ډلو ته ورغلل . خو دخلق او پرچم ډلو  ته ورتګ د دوی خپل کار و چي د هغو سره ئې محوري نقش ولوبوی  . خو پر هر ډول اتڼ کول صحيح نه دی
د انسان په ژوند کښي د هغه کرکټر انساني معيار او بنسټ جوړوي  ځکه د اشخاصو شخصيت او دوروندوالی په خپله ټولنه او جامعه کښي معلوم وي   او ولس ورباندي باور او اعتماد کوي  چي د دې سړي هو ،هو او يا،  يا ده . بايد خپل ماحول او ملت ته دوروغ و نه وائې اوغلطي وعدې ورنه کړي  دا لويه ګناه ده . فکر کوم چي دداسي خلکو يو قدم وړاندي تلل نه بلکې په حقيقت کښي دوه درې قدمه شاته تلل دي . تل داسي کسانو ته  خپل ماحول او ملت د شک په سترګه ګوري  او د هغو اعتماد د لاسه ورکوي  .
٥ :ـ ځيني کسان د مرحوم داود خان په اړه يو څه او بل څه وائې .
خو داودخان يو سپيڅلی مسلمان  او د هر ډول اخلاقي فسادڅخه پاک انسان وو . او د خپل ولس او هيواد سره ئې خاصه مينه او خواخوږي درلودل .
الف : ـ  مرحوم داود خان به ويل : (( چي بيګانه ايډيالوژی او کومک د پاڅون لپاره پر موږ قيد او شرط ايږدي او هم دا کار مملکت ته ډير تاوان  پيښوي . او بل افغاني غرور هم اجازه نه راکوي چي د بل په مټو باندي پاڅؤن وکړو نو بايد په افغاني کرکټر سره په هيواد کښي بدلون او تحول راشي . او زه چي خپل ولس او خلک پيژنم هغه بيګانه ايډيالوژي هيڅ کله  نه منلې او نه ئې مني)) . 
ب : ـ شايد ډير دوستان او وطنوال په خبر او يا ئې اوريدلي وي ، چي داود خان په يوسفر کښي چي د شوروي پلازمېني مسکوته ئې درلودی  د کرملين په ماڼۍ کښي چي د شوروي د جمهوري رياست دفتر دی  . د هغه وخت دجمهور ريس بريژنيف او نورو د شوروي  واکدارانو سره  په ملاقات کښي  د دواد خان ملي  او افغاني غرور هغه وخت ښه معلوم شو چي بريژنف د خبرو په ترڅ کښي و داود خان ته وويل : چي بهرني متخصصين  د افغانستان په شمال کښي بايد نه وي دا موږ ته تاوان رسوي . .
مرحوم داود خان په تونده لفظي لهجه و بريژنف ته جواب ورکړ (( چي د همسايه ګۍ او دوستۍ خط علحده دی  . افغانان به خپل غروبت قبول کړي خو د بل چا لاسپوڅي نه مني . او نه ئې منلې ده . افغانستان يو خپلواک او ازاد هيواد دی او د خپلو ملي ګټو لپاره ازاد قضاوت او عمل کوي  ....  نور ملاقات ختم دی د خدای پامان ))) ځني را ولاړ شو .
ج : ـ  بل دمرحوم داود خان ملي غرور او همت هغه وخت ښه  معلوم شو چي د جمهوري نظام په نيولو کښي  چي د ديمکراتيک ګوند کسانو د هغه دفتر ته ننوتل . او يو صاحب منصب د امام الدين په نامه پر مرحوم داود خان ږغ وکړ (( د انقلابي شورا په امر بايد تاسي تسليم شي)) . خو مرحوم داود خان ورته وويل چي زما په قاموس کي تسلميدل نشته . او داود خان په خپله لاسي توفنګچه پر امام الدين باندي ډزي وکړې امام الدين پرلاس ولګيدی اووروسته ئې خپلو ملګرو د اور امر ورکړ . چي په نتجه کي  داود خان ، ورسره ملګري او د کورنۍ لوې او واړه غړي  ئې شهيدان او غلبيل غلبيل کړل مرحوم داود خان ځان ، اولاد ، مال او دولت تر جمهوري نظام قربان  کړه  خو تسليم نه شو .
د هغه مرحوم  د کورنۍ هيڅ څوک پاته نه شوه  فکر کوم چي يوه لور  ،  يو يا دوه لمسيان ئې پاته وي  . صحيح معلومات نه لرمه .
٦: ځيني دوستان او وطن وال وايي چي داود خان او دهغه ځينو ملګرو د ديمکراتيک ګوند سره اړيکي درلودلې . او دا کار جمهوريت ته تاوان ورساوه .
امکان لري چي داود خان او د هغه ځينو ملګرو د ديمکراتيک ګوند سره اړيکي درلودې ځکه چي داود خان او د هغه ځينوملګرو ديمکراتيک ګوند د يو قوت په حيث پيژندی . او بايد د هغو څخه ئې معلومات درلودلای چي دوی د افغانستان لپاره څه خيال او پرکومه خوا روان دي . په داسي حال  کښي چي يو پر بل بې باوره هم وه  ديمکراتيک ګوند بيا د مرحوم داود خان د ملي شخصيت څخه استفاده کوله خو دا بياد سياست کار دی چي بعضي وخت د چل او چلبازي رول لوبوي
دديمکراتيک ګوندد اړيکو نمونې په جمهوري نظام  کي هم ښکاره شوی د مثال په توګه  جيلاني باختري د کرهڼي د وزير په ټوګه  او فيض محمد د کورنيو چارو د وزير په توګه ( چي ځيني ولسوالان او ځيني  خپل اشخاص ئې دکورنيو چارو په وزارت تعين کړل ) او هم په اختصاصي محکمه  کښي د اصف عالم او نبي اعظمي راتګ  په هيواد کي يو لړ ګونګوسې او اوازې خپرې کړې چي ځيني چوکۍ دا دي د پرچميانو په لاس ورغلې . خو مرحوم داود خان ډير ژر د دې کار مخنوی وکړ . باختري ئې د حکومت څخه ليري او فيض محمد ئې د کورنيو چارو د وزارت څخه د سرحداتو وزارت ته ورکړ .
٧: ځيني خلګ بيا وايي چي د شوري اتحاد سره د افغانستان دوستي افغانستان ته تاوان پيښ کړ .
د شوروي سره دوستي د مجبوريت په اساس وه او شوروي هم د همسايګۍ نارې او سورې شروع کړي وې . او بل د نړۍ ځينو هيوادو افغانستان ته شا کړه په تيره بيا امريکا په مغرورويت سره ويله چي د افغانانو سره کومک د وخت ضايع کيدل دی .
په هغه وختو  کښي حالات  د پاکستان سره  هم ډير ترنګلي وه حتی مرحو م داود خان په ١٣٣٤ لمريز کال کي د سفر بری اعلان ورکړ او څو دورې احتاطي عسکر ئې راوغوښتله  .
او هيوادهم چندان د خپل دفاع لپاره سلاح نه درلودل  نو د وخت تقاضا او د سياست د ايجاب او بل دپاچا او داود خان دا نظر درلود چي شوروي شايد په همسايګي کښي بد نيت ونه لري . داچي افغانانو وروسته په ميلينونو شهيدان او معيوبه ورکړل نو هغه وخت چي داود خان د شوروي د مشر برژنيف سره قهرجن لفظي تصادوم وکړ .. ممکن افغان ملت په هغه وخت کښي شوروي ته اخطار او خبر ورکړې وای . چي په زړه کښي بد نيت در تير نه کړې غليمه .
ګر چي دا موضوع د ځينو غرضي اشخاصوله خواد عامه ولس لپاره په راډيو ګانو کښي اعلان نه شوه
٨ : ځيني کسان بيا وايي چي د افغانستان د ټولو بد مرغيو عامل د داودخان کودتاه وه .
په نړۍ کي هيڅ هيواد او ټولنه نشته  چي بيله کوم بدلون او تحول  څخه  پرمخ تللي وي  لومړی يو تحول په يو مملکت کي راغلی دي بيائې د ولسونو د ارامتيا لپاره قدمونه پورته کړي دي . او يوشی چي د  ژوندانه لپاره  ارزښت لري هغه يواځي اويواځي د خدای د مخلوق او په تيره بيا د خپل ولس او وطن خدمت کول دي . نو په دې اساس مرحوم داودخان او د ه دملګرو د جمهوريت په راتګ سره  غوښتل  چي خپل ولس او وطن د سوکالی ، او پرمختګ پر لور بوځي .

نن ورځ د افغان ولس زړه سواندي او خواخوږي  بچيان نارينه او ښځي  خپل ګران هيواد ته انديښمن دي  چي پر وطن ئې څه راغلل او څه ورباندي تير شوله . او د هيواد راتلونکی سرنوويشت به ئې څنګه کيږي ، خپل هيواد ته ډير نيګرانه او پريشانه دي .
د افغان ولس خواخوږي دا هيله ، انتظار او سترګي په لاره دي  چي يو ورځ نه يو ورځ به راشي  چي به هيواد کښي به ئې داسي بچيان پيدا شي  چي د ګران هيواد ټولو مشکلاتو ته د پای ټکی کښيږدي  خپل وطن اباد، سمسور او دخپل ولس د درديدلو زړونوپر زخمونو باندي  ملحم ، دواء او درمل کښيږدي .
نور نو د افغانانو په زهيرو زړونو باندي ملنډي او پر زخمونو ئې مالګي اچول  دزغملو نه دي .
خو دا کارونه هم اسانه نه دی  . دا کارونه   صداقت ، پاکوالی ، زحمت ، فداکاري ، قرباني ، علميت او جسارت ته ډيره اړتيا لري .
بله مهمه خبره داده څومره چي افغان ولس کړيدلی او زهير شوی دی  او زحمتونه ئې ګاللي   او ګالي ئې خو سره د دومره کړاو او مشکلاتو او س افغانان ښه ترا پوه شوي    او ښه شعور ئې پيدا کړی دی ، افغانان په کور دننه او بهر د نړۍ په هر ګوټ کي اوس خپل هيواد ته په زره بين کښي ګوري  او نظارت ئې کوي   . د هيواد په هر ګوټ او هر ځای کښي  چي مرض يا مکروب پيدا او وويني  د هغه د دوا او درمل په لټه کښي کيږي .
څوک چي خدمتګاره د وطن وي
 په سر و په ليمو ئې قدمونه قبلومه

يادونه    : . . ... .ته ، ملت ته ،د وخت او د اوس واکدارنو ته  :
ايا ارواښاد محمد داود خان دومره ګناه کاره و چي نسل ئې پاته نه شي؟؟ اويا ددومره ګناه کاره وو چي په خپله خاوره کښي  ئې د قبرلپاره د دوو متره مځکي حق  نه درلودی ؟؟ ايا پر ملت دومره مرحوم داود خان حق نه لري چي پوښتنه ئې وکړي  چي د مرحوم داود خان مړی او هډوکي چيردي؟؟ او پيدا ئې کړي   تر څويو ساده قبر ورباندي جوړ کړي  او لږ تر لږه افغانانوته معلومه وي چي مرحوم شهيد داود خان په پلاني ځای کښي ښخ او پروت دی .
او يا د نژدو څخه خلګ ورشي چي دا د . . . . . . . داود خان قبر دی .  او د يو افغان مسلمان په صفت ورته د دوعا لاسونه پورته کړي او د خپل متعال خدای څخه  د هغه د مغفرت او بخښني دوعا وکړي چي خدای دي وبخښي .


په ټوله افغاني درنښت
ځو به د استقامت او د مقاومتونو د ماتولو پر لور

ستاسي يو خشره او درديدلی افغان

بېرته شاته
.