څوک چي راستون شي د سفره راځي یو څو ډالۍ ورسره ښکلي راوړي چه ددیدن پر مهال د خپل مین شونډي پرې ومسوي خو زه چه ستنېږم په تشو لاسو داد دنیا بازار مي ټوله وغوښت داد غمیو د سرو زرو کوڅې داد سینګار او د بخملو کوڅې زما ئې د میني ډالۍ نه لرله زه به ورځمه بس په تشو لاسو یوه ګیډۍ به د سرو ګلو وروړم ډکه ځولۍ به د سندرو وروړم
|