يوشتمي پيړۍ ته موږ د پښتو پالو د خوځښت پيړۍ هم ويلای شو دا په دې مانا چي پښتنو په دې پيړۍ کښي داسي نه جبرانيدونکي تکانونه وخوړل چي ان ددوی خوبولي زړونه ېې هم را ويښ کړل ،  اوس پښتانه تر ډيره د خپلي ژبي او کلتور د ساتلو او راژوندي کيدو په فکر کښي دي  . ښايي زما دا خبره ځيني استدلال کونکي راسره ونه مني . ولي دا يو تاند او نازک حقيقت دی چي موږ ئې نن ورځ په بيلابيلو برخو کي د پښتو د پايښت لپاره وينو  . دا سمه خبره ده چي جګړه او مهاجرتونه د يو هيواد اقتصادي ، تاريخي ، ژبني ، کلتوري او ټولينز جوړښتونه د زوال سره مخامخ کوي  خو جګړې او مهاجرتونو په موږ کښي ډير داسي استعدادونه هم  وروزل  چي دپښتو په پايښت کي ستر رول لوبولای شي ځکه زموږ زياتره پښتانه په پرديو هيوادو کي د پرديو ژبو او پرديو کلتورونو سره اشنا شوي دي  ضمناً ئې د نړوالتوب ( ګلوبلايزشن ) عادتونه هم را خپل کړه . چه دا په خپل ذات کښي د پښتو پرپايښت مستقماً اغيزه شندي  البته تر منفي اغيزو ئې  مثبتي اغيزې ډيري ارزښتمني او د پام وړ دي  ،په تيرو څو کلونو کښي پښتو ته  دبيلابيلو ژبو دعلمي او تحقيقاتي اثارو په ژباړو کښي د پام وړ زياتوالې راغلی دی ، بل لورته  پښتو په لومړي ځل د انټرنيټ او کمپيوټر پر دنيا خارپوړي پيل کړې دي ، که څه هم نوري وروسته پاته ژبو مخکي له مخکي دا کار کړی و او په ڼيت کښي ئې ځانته ارتي نړۍ جوړي کړي وي ، ولي د پښتو دغه حرکت او جنبش  موږ ته ځکه د پام وړ دی چي دا په خپله راتلونکي نسلونه ته اساس او بنسټ  ګرزي  . او دا کارد همدې ناخوالو او مهاجرتونويو ډول  ثمره ګڼلای شو.
هم دا اوس چي ورته ګورو پښتو په تيرو څو کالو کښي په  انټرنيټ کښي زياتي لاسته راوړني لري  ، چي په ليدوئې هر پښتون هغه دچا خبره باغ باغ کيږي .  که څه هم موږ په پښتو کښي څو د ګوتو په شمار ويب پاڼي لرو خو دخلکو د پښتو ويب پاڼو د لرولو تلوسې او د ليدونکو شمير دا ښيي چي  په نږدې راتلونکي کښي به دا لړۍ نور هم زور  واخلي  . زما يو ملګری چي ولي اڅکزی نوميږي  او د قاموسونو ويب پاڼي مسول چلونکی دی راته وويل چي په تيرو درو مياشتو کښي ئې څلور زره  کمپيوټرونو ته وړيا  پښتو په انګليسي او پښتو په فرانسوي کمپيوټري قاموسونه   ليږدولي دي او په اوو نورو قاموسونو لګيا دی تر څو پښتنو ته ئې وړاندي کړي   . په رياضي کښي ويل کيږي چي هر عدد د سفر څه شروع کيږي نو اوس هم ويلای شو چي پښتو ويب پاڼي په لومړني پړاو کښي دي  او انشاء الله  دا شميره به ورځ تر بلي ورځي  لوړيږي . يو شی چي زه ئې دې يادوني ته اړ کړم هغه د لمړني پښتوبلاګ جوړيدل دي  موږ زيات افغاني ويبلاګونه  په انګلسي او نورو ژبو درلودل ولي په پښتو کښي دا کمي له ډيره وخته  موجوده وه ، په اڼترنيت کښي هر ژبه  په سلګونه زره بلاګونه لري  خوپه پښتو کي لومړنی بلاګ  د افغان ولسپال ځوانانو د ټولني  په ويب پاڼه ( اوربل تکی کام ) کښي را څرګند شو دا بلا ګ چي د نويد ژورنال په نو ياديږي   په لومړي ځل  په ازاده او شخصي توګه معلوماتي او ژورناليستکي ليکني خپروي  . د افغان ولسپال ځوانانو د مشرتابه د جرګه ګۍ مرستيالي نظفه غزل راته وويل چي د دوی ټولني په انټرينټ کښي  دخپلي پاڼي ځای ( space( ترپخوا هغې سل ځله غټ کړی دی او په پام کښي لري چي افغان ليکوالو او ژورناليستانو ته په سلګونه وړيابلاګونه  ور جوړ او په واک کښي ورکړي  ددې ترڅنګ د داستانونو ويب پاني چلونکوهم داستاني اثارو د ليکوالو لپاره په پام کښي لري کي ځانګړي ويبلاګونه جوړ کړي .

د پښتو ژبي د لا ودي او پرختيا په هيله

بېرته شاته
.