د کابل د ۲۸ د مئ  خونړیو پېښو ته

کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
ستا د دې ورانو کوڅو روئ در  وړمه
ته لا په خپلو پښو دریدلاې نه  سې
ستا د یتیمو بچو روئ  در وړمه
ستا په رګو کي وینه وچه ښکاري
پام پرونۍ جګړې دي هیري نه کړې
ستا په غوږو کي ازانګې ژوندۍ دي
ها د ناهیدي کریږي هیري نه کړې
ستا لا  زاړه زخمونه نه دي ټکور
نوي زخمو ته سینه مه ورکوه
غلیم پوهیږي چي زخمي زخمي  ئې
دا ستر ارمان دي بې څه مه ورکوه
ستا پر اوږو لا ستر ښامار بیده دی
کابله ځان دي په خوله مه ورکوه
پریږده چي ستړي سي پردي ګامونه
دا ستا کنډو کنډو کوڅې وګوري
دا بشر دوسته ټېکه داره نړۍ
ستا ډله یزی جنازې وګوري
څه د کومک څه د مطلب په پلمه
ستا بدي ورځي ترخې شپې وګوري
خو
تر هغو کښینه چي خوځښت ونه کړې
بې وخته وار دي تباهي زېږوي
پښتنه پیغله ذوکلیدلې ډیره
خپل انتقام ته ابدالي زېږوي
چي هر ښکیلاک ته سبقونه ورکړي
داسي اکبر او مسجدي زېږوي

کابله تم سه چي تلوار ونه کړې
ستا صدقه سمه چي وار ونه کړې


الباني نیویارک

د مئ ۲۹ مه د ۲۰۰۶

بېرته شاته
.