د هغو شهیدانو په یاد چي پاکستان  ته ئې په لسټوني کي ځای ورکړی و  او اخیرهم هغه وچیچل ( نیویارک)

په هغه شپه چي د اسمان مخ
د سپینو ستورو له ټناکو ډک و
د سپوږمۍ سترګه هم
له وېري رډه پاته
او
د ځمکي پر سر
د هر څیز سیوري
د خپل بقا په هیله
ورته سجدې کولې
یواځي ئې سره ګلان
او سپین نرګیس
لکه یاغي لښکر
په وړاندي دنګ ولاړ و
او
له تندي ئې
دشبنم په مینه
د شپې توره غولانځه
په تنکیو خولو رودله
خو ظالمي شپې
په بدرنګه  تیانو کي 
هغو ته زهر ورکړل
او ټول ئې بې ګناه شهیدان کړل

بېرته شاته
.