دا لاندي شعر ګران او خوږ باوري زما د ( کابله پام کوه پاڅون ونکړې ) په جواب کښي لیکلی دی چي د مئ د ۲۸ مي پېښو ته مالیکلی و


حېدري کړيکي ته!
 کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
 دتېرپه شاني بل ازمون ونه کړې
 لا ماښامونه ستړي
 لادسهارشفق په وينولامبي
 لاداهاړ غرمو دي
 زمادهيلو
 امېدونو
 پرچينه باندي کيږدۍ وهلې
 کابله پام کوه
 خطا ونه وزې
 اوس لا منصور زانګوکي
 اوس لا قېص نه دۍ پېدا
 خودلېلادګرېوان
 چکلې چکلې تارونه
 د اهريمن په لاسو
 ستا د مجنون لپاره
 د دار حلقې جوړيږي
 پام چي پاڅون ونه کړې
 لاره اوږده ،
 لار له اغزونه ډکه
 دکږلېچوو نه ډکه
 ستړي اندونه
 ستړي ګامونه
 او له خطرو نه ډکه
 پام چي پاڅون ونه کړې
 په وينو لژند هر شفق دسهار
 خونړۍ سترګه هر غروب د ماښام
 هره کوڅه مو د ناسور زخمونه
 هره بېديا مو د دردونو کړېکه
 هره دره کي دباروتو لوګي
 هر يو يو تن مو د تڼاکي چړيکه
 کابله پام کوه پاڅون ونه کړې
 پام چي پر تيرو بيا ازمون ونه کړې
 خپل دمجنون جنون لا مه وېښوه
 لا فر هادی چيغو ته رنګ ور نه کړې
 د انالحق مفتون لا مه ښوروه
 دار او چړو ته يې لا خوند ور نکړې
 پام چي پر تيرو پلونو پل کښېنږدې
 پر اجيرانو نوم اتل کښېنږدې
 ستا صدقه شمه لږتم شه څه نور
 د باوري د زړګي دم شه څه نور
 تورني-بلجيم
 ٢٠٠٦-٦-٢

بېرته شاته
.