دا لاندي شعرزما ګراني سکنۍ پښټوپالي خور زما د هغه شعر په تړا و لیکلی چي سرلیک دی ( کابله پام کوه پاڅون ونکړې ) چي د کابل د ۲۸ د مئ خونړیو پېښو ته لیکل شوی و

کابله پام کوه پاڅون ونکړې
 د پښتنې پيغلې سپير ه وربل لا
 ستا د ګلونو انتظار کوي
 په دغه هيله چې به تاله درځي
 د پرديسۍ شپې په انګار کوي
 کابله پام چې وار خطا نکړې
 نړۍ به ستا په حال خبره کړو
 د دښمن خوب به نور پوره نشي
 ستا ارمانونه به تر سره کړو
 خو ته اوس دومره حوصله وکړه
 چې دې تنکي ځوانان په پښو ودريږي
 يو څو ناپوهه پښتانه ويده دي
 چې لږ راويښ شي په پښتو ودريږي
 بيا د اسلام بيرغ به لاس کې واخلي
 ددې دجال مقابله به وکړي
 ټول په يوه نيت او اواز به شي
 يوه غښتلې فيصله به وکړي
 خو نن لا وخت نه دې غوسه چې نشې
 درنه لوګی شمه جنون ونکړې
 پخپل سوري سوري ټټر دې قسم
 کابله پام کوه پاڅون ونکړې

 

بېرته شاته
.