ته مي تاریخ ته مي فرهنګ ته مي ایمان غوڅوې
ته مي په شوم هوډ لراو بر افغانستان غوڅوې

بلايې واخلم ته وا څه د ژوندو لؤ  خو نه دئ
چي لور په لور زموږ د کلي انسانان غوڅوې

پرون دي زما پلونه ، بندونه ،فابریکې ویشتلې
نن په بمو مي د ښونځیو ماشومان غوڅوې

چي دي د اصله د غیرت اوبه څښلي نه دي
وایه په کومه توره دا دجنګ میدان غوڅوې

زما مي پنځه زره کلن تاریخ د کاڼي کرښه
ته ددو ورځو ماشوم ولي په ما ځان غوڅوې

لږ خو را وړاندي شه غلمیه ! په ښکاره میدان ته
بیابه پخپله خپلي پښې په دې ارمان غوڅوې

مامي پښتون عزم ته کړې د پلرو کېسه ده
ګورم چي څنګه ته لما پښتونستان غوڅوې

بېرته شاته
.