ای سپرلیه ! په خیر راغلې د ګلشن پر عاشقانو
له فردوسه دي راوړي نمونې د سرو ګلانو
د هر دښت پر سینه ښکاري سرې خیمې بیا د غاټولو
ستا وږمو ته له هوسه اټن پیل کړ بوراګانو
دفضا په وسیع غیږ کي پیغلي وریځې درته ناڅي
دالماسو دانې پاشې د نرکیسو پر شونډانو
دغوټۍ په سره لړمون کي لټوې پټ پټ رازونه
دګلاب سینه کړې څیري په فریاد د شنو طوطیانو
دا پردیسه ترانه حیدري درته ډآلۍ کړه
تل تحفې درته راوړي بیا تخیل د شاعرانو



 

بېرته شاته
.