دا شعر زما دژوند هغه ترخه شېبه انځوروي چي په ۲۰۰۷ کال کي د جون په اته ویشتمه نیټه چي د امریکا څخه خپل هیواد ته ستون شوې وم او په کندهار کي له ښاره لیري دپنجوائې په  پائنده کلي کي د یوډیر خوږ دوست کره د پوښتني په نیت ورغلم اودهغه یتمه لور او بدبخته کونډه مي په هغه کور کي چي د ټول کلي په څېر د امریکا ړندو بمباریو په یوه تبجنه شپه کي ویجاړ کړې و ولیدل او دهغو د سرپناه څښتن (زما خوږ ملګرئ ) او دهغه ۵ ماشومان ئې د سلګونو نورو بې ګناه انسانانو سره یوځای دخوني بلا په څیر ځیني خوړلي وه او زما په لیدو یې یتمه لور د وره منځ کي په ماشومه لهجه بې واره شروع سوه چي :
بابا نسته        ـ      بابا مړ سو       ـ      بابا په بمباریو .....  او دهغه غرتمني مېرمني زما د سلام جواب په دې خبره راپرې کړ : (ماته به نه وائې چي هغه ( . . . . . . . ) چیري دی ؟ ) . . . .

اې په غرب کي مسافره اشنا !

ماته به نه وائې چي ساندي دي د کلي راځي ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
له لیمو دي اوښکي ولي راځي ؟
ماته به نه وائې چي څه سول هغه ژوندي وګړي؟
ها بریتور
ها مېړني وګړي
ها شمله ور
ها د جرګو خاوندان
ها د میوند دمعرکو اتلان
هغه زیږه پښتانه
ها مېلمه پال
هغه خواږه پښتانه
چي پر پښتو به ئې ننګونه کول

ماته به نه وائې  چي څه شوې هغه خړي کوڅې؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
پرخپل سر دي خاوري ولي شندې ؟
ماته به نه وائې چي څه شوې هغه حوري پېغلي؟
ها پښتنې
هغه پتمني پېغلي
هادګودر دښائسته زرکو کاروان
هغه غښتلي پامیري شاهیني
ها پاکلمني باهمته ښځي
ها د نازو او د ملالي په څېر
ها په سنګر کي باغېرته ښځي
چي دننګ چیغي بې رګونه څیرل

ماته به نه وائې چي دا کورونه چا ویشتلي ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
پر سینه زخمونه چا درکړي ؟
ماته به نه وائې چي څه شو هغه کوچنی جماعت؟
هغه خړ پړ
هغه دکلي منځ کي
هغه بې وره ګلالئ جماعت
او
هغه تنکئ طالب جان
ها څڼور
هغه زلمی طالب جان
چي په اذانونو به ئې زړونه پریولل

ماته به نه وائې چي دا جنډې دا شهیدان د چا دي  ؟
ماته به نه وائې چي ولي ژاړې ؟
او
په خیمو کښي یتیمان د چا دي ؟
مه مي پوښته د خدای مي روی دروړئ
ستا د پوښتنو جواب نه لرمه
دادقسمت د دیدنیو داستان
دادبمونو ، دبارتو ، دمرګو افسانې
دادژړاو انګولاو کیسې
زما څه مه غواړه
زې د ویلو هم تاب نه لرمه
ماته مي لوېشت پر لوېشت قبرونه هدېرې  راپاته
زه د شهیدانو
او
ځوانمرګو حساب نه لرمه
زما مي کوڅې په وینو وینو ژاړي
زما مي په کور کلي بلا لنګه ده
زما دګودر لپي په وینو ډکي
او
په پېغلانو مي غوغا ګډه ده 
مرګ مي د کلي ټېکه دار وختئ
په کلیوالو مي وبا ګډه ده

کندهار دجولای لمړۍ نیټه د۲۰۰۷ م کال

بېرته شاته
.