تامي ځواني را نیمه خوا کړه چي معیوبه دي کړم
خدای دي د ځمکي ځه فناکړه چي معیوبه دي کړم

تر خاورو لاندي پټ جلاده ماخو نه لیدلې
پښه دي له تنه را جلاکړه چي معیوبه دي کړم

ها د بشر ټیکه دارانو بشردوسته خلکو
ستا اختراع ئې ماته دا کړه چي معیوبه دي کړم

زه هم بشر یمه په دې جهان کي حق لرمه
دغه حقوق دي ماته راکړه چي معیوبه دي کړم

وایه چي څه توره دي وکړه دبشر دښمنه
زما ماشومان دي په ژړا کړه چي معیوبه دي کړم

څمره ظالم ئې زما دژوند هستي دي ټوله یووړه
ښه زندګي دي را تبا کړه چي معیوبه دي کړم

بېرته شاته
.