زه نه پوهیږم !
داخلک ولي جنګونه کوي
دوی ولي یو اوبل سره وژني
ولي دوئ دميني او سولي څخه داسي کرکه لري چي دیو او بل په وړاندي ددښمنۍ او نفرت اور ته لمن وهي
زه نه پوهیږم !
دوئ چي کله یوڅوک په ډزو ولي
ولي ددوئ په زړونو کي د اولاد ، ماندینې ، مور او پلار مینه دوئ له دغه وژنو څخه نه راګرځوي اخیر دغه انسان چي دوئ ئې وژني مور او پلار ، ښځه او ماشومان لري
د هغه په دې بدمرغه  نړۍ کښي خو یوڅوک شته چي دده سره مینه لري او ورباندي خوږیږي
زه نه پوهیږم !
دوی چي کله یو لور او بل لور ته بمونه غورځوي
ولي ددوئ په فکر کښي دا نه ورګرځي چي دغه بې روحه اوبې سترګو بمان خو د بې ګناه انسانانو اوماشومانو ژوند اخلي  او دهغو دبدن اندامونه په ډیره بې رحمي پرې کوي
زه نه  پوهیږم !
دوئ ولي زما غوندي د سلګونو زرو له بې وسه معیوب حالت څخه پند نه اخلي او لا ولي  زما پر بې وسۍ او دغمونو څخه ډک ژوند ئې زړه نه سوځي
که سبا ددوئ دماشومانو خدای مکړه لاسونه او پښې پرې شي . دوئ به څمره باندي ځوریږي ؟؟؟؟؟؟

بېرته شاته
.