زه یو مسلمان یم او ستا عبادت مي پرځان فرض ګڼلی دی
تا ماته په قران کښي امر کړی چي زما د عبادت لپاره پنځه وخته لمونځ کوه  او د هر لمانځه لپاره دي خپل مخ ، لاسونه او پښې په اوبو ووینځه .
ای خدایه !
د جګړې ماینونو زما څخه غبرګي پښې پرې کړي دي
که چیري زه یواځي په مخ او لاسو پرېولو سره ستا په عبادت کي خپل سر دتعظیم لپاره کښته کړم ته خو به ناراضه کیږې نه ؟؟؟؟
ای باداره !
زه چي پنځه وخته ستا د عبادت کولو تکل وکړم نو زما دغه معیوبه حالت ما ډير ځوروي

بېرته شاته
.