اې د کایناتو ربه
زه چي هره شبه ویده شم په خوب کښي وینم چي زه جوړ او روغ یمه ، په دواړو پښو باندي د یوکامل انسان په څیر تګ کومه
په زړه کښي د خوښۍ احساس کومه او له خوشحالۍ پورته وغورځم
ناڅابه را ویښ سم او ژر خپل لاس خپلو پښتو ته وغځوم
کله چي وګورم یو پښه مي نه وي نو ټوله شپه تر سهار په ژړا تیره کړم
ای زما د ژونداو مرګ واکداره !
زما دامعیوبه حالت ما ډیر ځوروي ، زه نور دداسي ژونده ستړی یم
ماته خو دمرګ فریشته راولیږه چي ماپه ابدي خوب ویده کړي
لږ ترلږ خوبه په خپلو خوبونو کښي خپل روغ حالت ته دایمي خوشحاله اوسم .

بېرته شاته
.